د اروپا تر ټولو ستر شو د پاشلتیا په درشل کې
-
د یوروویژن د سندرو په سیالیو کې د یوې ډلې اجرا
پارس تودی- د اسرائیل رژیم په شتون باندې په اعتراض کې د اسپانیا، هالنډ، ایرلنډ او اسلووېنیا له لورې د یوروویژن د سالیو بایکاټ، اوس د دې شو د بودیجې او د عایداتو لپاره په یوه مستقیم ګواښ باندې بدل شوي، داسي یو پروګرام چي هر کال سلګونه میلیون یورو مالي څرخه رامینځته کوي.
د یوروویژن د سندرو سیالۍ چي کلونه کلونه له هغه څخه د اروپا تر ټولو غیر سپورټي پروګرام په توګه یادونه کیږي، د خپل اویا کلن تاریخ تر ټولو په کړکېچن پړاو کې دي، داسي یو کړکېچ چي د دې پروګرام د ساعت تیری د ظاهر په خلاف، یو بشپړه اقتصادي او سیاسي جړه لري. د پارس تودی له راپور سره سم، په غزې کې د اسرائیل رژیم جنګي جنایاتو او د هغه په خلاف پراخو نیوکو ته په کتو سره، د اروپا د خپرندویې اتحادیې له لورې د اسرائیل رژیم د ګډون د دوام په هکله پرېکړه، دغه پروګرام زیانمن کړې او د هغه مالي څرخه یې له بې مخینې ستونزې سره مخ کړی دی.
یوروویژن په اروپا کې د سندرو د یوې تشې سیالۍ څخه ډېر مهم دی، د اروپا د اتحادیې غړو هیوادونو د هغه په خپرولو کې برخه اخلي، یعني ګډونوال نه سندرغاړي بلکې ملي چېنلونه دي.
هر یو چېنل د ځانګړې مالې ونډې په ورکولو سره، هم د سیالیو په اجرا کې برخه لري او هم د نشر او د خپل هیواد د استازو د ټاکلو حق تر لاسه کوي. په اسانه ژبه دا چي یوروویژن د ۴۰ هیوادونو د ټلویزیونې چېنلونو یوه ګډه پروژه ده چي د هغه لګښتونه د دولتي چېنلونو، اسپانسرانو او د نشر د حق د پلور څخه تامینږي.
همدغه پېچلې جوړښت د څو هیوادونو د وتلو سبب شوی، په ځانګړې ډول لوی هیوادونه، د دې پروګرام مالې اړخ ته سخت زیان اړولی دی، داسي یوه مساله چي همدا اوس پېښه شوې ده.
کیسه له هغه وخت څخه پیله شوه چي څلورو اروپایي هیوادونو، اسپانیا، هالنډ، ایرلنډ او اسلوونیا اعلان وکړ چي په پروګرام کې د اسرائیل رژیم د ګډون د نه لغوه کېدو له امله د دې سیالیو په راتلونکی پړاو کې برخه نه اخلي.
دا پرېکړه نه یوازې یوه رسندویې شاک و، بلکې د سیالیو د مالي بودیجې لپاره مستقیم ګواښ بلل کېدی، ځکه چي یاد هیوادونه د دې سیالیو له لویو مرسته کوونکو څخه وو.
اسپانیا د کاله ۳۳۰ زره یورو یې د دې سیالیو په تر سره کولو باندې لګوله، البته چي د اسپانیا په وتلو سره، دا پیسې باید نور هیوادونه ورکړي، هغه په داسي یو وخت کې چي اکثره اروپایي دولتونه د بودیجې د کمښت له کړکېچ سره لاس په ګرېوان دي.
د اروپا رسندویې کارپوهانو خبرداری ورکړي چي د ګډونوالو هیوادونو د شمېر کموالې، د مخاطبانو، اسپانسرانو او تبلیغاتي ارزښت د کموالې په معنا ده، یوروویژن په وروستیو کلونو کې ۱۶۰ میلیون نندارچیان لرل، لیکن د اصلي هیوادونو وتل کولایشي دا شمېر څو میلیون را ټیټ کړي، چي البته د دې پروګرام په تجاري عایداتو باندې ناوړه اغېزه کوي.
دا کړکېچ یوازې یوه تشه مالي ستونزه نه ده، د هغه کیسه په خپل زړه کې د سیاسي دړې ښودنه کوي، زیات شمېر اروپایي چېنلونه په ځانګړې ډول ایرلند، په زغرده ویلي دي چي په دغو سیالیو کې د حضور دوام په داسي حال کې چي غزه کې لا خلګ وژل کیږي، یو غیر اخلاقي اقدام دی.
ځینې چېنلونه بیا د پروګرام تر سره کوونکې یې تورن کړي چي د اسرائیل رژیم د سیاسي فشارونو او لابیانو څخه متاثره شوي او په سیالیو کې یې د نه پلویتوب اصل تر پښو لاندې کړي دي.
په مقابل کې، صهیونیستي رژیم او د کان دولتي چېنل د ځان د مظلوم ښودلو په موخه یې د اروپایانو نیوکې یې یوه ناروا فرهنګي بایکاټ بللي او ادعا کړې ده چي د دې رژیم د ګډون بایکاټ د سیالیو د سیاسي کولو په معنا ده، په داسي حال کې چي اکثره نیوکه کوونکې په دې باور دي چي د یوروویژن د سیاسي کېدو اصلي لامل همدغه اسرائیل رژیم او د هغه ملاتړ هیوادونه دي.
اوس د راتلونکې پړاو کوربه، یعني اسټریا اندېښنې زیاتې شوې دي. د ORF د چېنل مشر اعلان وکړ چي د څو هیوادونو په وتلو سره، چي د پآم وړ بودیجه یې برابروله، د سیالیو مالي وضعیت خورا کړکېچن شوی دی.