اروپا څرنګه د کوکائینو د تجارت په نړیوال مرکز بدله شوه؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168338-اروپا_څرنګه_د_کوکائینو_د_تجارت_په_نړیوال_مرکز_بدله_شوه
پارس ټوډی- د اسپانیا یوې ورځپاڼې خبرداری ورکړ چې اروپا د نشه ئیزو موادو په ډګر کښې د یوې تاریخي پیښې په درشل کښې ده.
(last modified 2025-12-11T09:02:55+00:00 )
Dec 11, 2025 13:28 Asia/Kabul
  • اروپا څرنګه د کوکائینو د تجارت په نړیوال مرکز بدله شوه؟

پارس ټوډی- د اسپانیا یوې ورځپاڼې خبرداری ورکړ چې اروپا د نشه ئیزو موادو په ډګر کښې د یوې تاریخي پیښې په درشل کښې ده.

پارس ټوډی سایټ راپور ورکړی د اسپانیا «ال پایییس» ورځپاڼې په یوه مطلب کښې لیکلي دي چې اروپا د نشه ییزو موادو په ډګر کښې د یوه تاریخي بدلون په درشل کښې ده؛ داسې لویه وچه چې همدا اوس د کوکائینو د تجارت په نړیوال مرکز بدله شوې ده.

د مطلب لیکوال «الیا کمخي» ټینګار کوي چې په اروپا کښې  موجود سیاستونه د نشه ئیزو موادو د قاچاق له نړیوالو او پیچلیو چیلنونو سره د مقابلې توان نلري.

کمخي زیاته کړه د اروپا د نشه ئیزو موادو بازار هر کال دولس میلیارډه یورو مالي ګردش لري او د نشه ئیزو موادو د مصرف کونکو شمیر له شپږو میلیونو څخه زیات شوی دی؛ دا په داسې حال کښې دي چې د کشف شویو نشه ئیزو موادو اندازې هم بې ساري ریکارډونه جوړ کړي دي.

په دغه مطلب کښې ویل شوي دي د بروکسل په شان ښارونو کښې د نشه ئیزو موادو په ښکاره ډول د استعمال زیاتیدل او له ډارک ویب څخه رانیولي تر پیغام رسونکو چینلونو پورې چې خدمات وړاندې کوي د نویو لاسرسيو چینلونو څرګندیدل په اروپا کښې د نشه ئیزو د مصرف د بیلګې د بدلیدا ښودنه کوي.

د اروپا د دغه لیکوال په وینا، له دې سره په یووخت نړۍ هم په تاریخ کښې د کوکائینو د مصرف او د تولید د ترټولو لوړ اندازې شاهده ده ؛ او ملګري ملتونه د نشه ئیزو موادو د استعمالونکو کسانو شمیر پینځویشت میلیونه تنه اټکل کوي چې شپږ میلیونه یې په اروپا کښې دي؛ د تیرو شلو کلونو په نسبت دوه برابره.

دغه راپور په دوام کښې وايي د لاتیني امریکا او د امریکا له محوریت څخه د اروپا په لور د کوکائینو د نړیوال بازار بدلون د دریو مهمو عواملو نتیجه ده: په امریکا لویه وچه کښې د څارنې سختیدل، د سترو کارټیلونو دړې وړې  کیدا او د امریکا د بازار له مینځه تلل او د کولمبیا او د اروپا ترمینځ د بیو اوویشت برابره اوڅاره توپیر قاچاقچیان د اروپا د لوې وچې په لور کاږلي دي.

بیلجیم په تیره بیا د بیلجیم هیواد تر ټولو ستر او ګڼ نفوسه ښار «انتورپ» بندر همدا اوس اروپا ته د کوکائینو د ورتلو اصلي دروازه ګڼل کیږي او په کال کښې د څوارلس میلیونه کانټینرونو سترې اندازې په کامل ډول پلټنه او تلاشۍ اخیستل ناممکن کړي دي او د سمندر له لارې څه د پاسه نوي فیصده د کوکائینو ورتلل له همدې لارې ترسره کیږي.

دغه حالت انتورپ بندر د اروپا د کوکائینو په پلازمینې بدل کړی دی او د البانیا له شبکو رانیولي تر هالینډي او اسپانیايي چینلونو پورې د څه د پاسه څلور سوه څلویشت منظمو بانډونو فعالیت او د هغوې سلولي او منعطف جوړښت د نشه ئیزو موادو له تجارت سره د مقابلې کولو چیلنج نور پسې پیچلی کړی دی.