آیا فرانسه به هم له اروپايي ټولنې څخه ووځي؟
پارس ټوډې – د مالدارانو د اعتراضونو او د مرکوسور تړون پر سر له شخړو سره هممهاله، د فرانسې د حکومت او کرنیز سکټور ترمنځ اختلاف یو ځل بیا څرګند شوی دی.
د لوموند ورځپاڼې په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د فرانسې پارلمان د ۲۰۲۶ کال د بودجې د ارزونې یوې برخلیک ټاکونکې مرحلې ته داخل شوی، د امانوئل مکرون حکومت د مالدارانو او کروندګرو د نوې څپې له قهر او غوسې سره مخ شوی دی. دا اعتراضونه د «ساري ډرماټایټس» ناروغۍ د کنټرول لپاره د څارويو د جبري له منځه وړلو د سیاست له امله سخت شوي دي؛ هغه ناروغي چې له شپږو میاشتو وروسته یو ځل بیا د فرانسې په جنوب کې د پیرنه غرونو ته نږدې راڅرګنده شوې ده.
لوموند لیکي: معترضو کروندګرو د فرانسې د لویو لارو په بندولو او د پراخو اعتصابونو په اعلانولو سره، د ۲۰۲۴ کال د پیل سراسري اعتراضونه بیا راژوندي کړي دي؛ هغه اعتراضونه چې پخوا یې دا هېواد فلج کړی وو. دا ناکرارۍ په داسې حساس وخت کې رامنځته کېږي چې اروپايي ټولنه د مرکوسور له هېوادونو (برازیل، ارجنټاین، یوراګوای او پاراګوای) سره د ازادې سوداګرۍ د تړون په اړه د مهمې رایېورکولو په درشل کې ده؛ هغه تړون چې د فرانسوي کروندګرو له نظره د ملي کرنې بقا ګواښي.
د کورنیو فشارونو، د بروکسل له لوري د تحمیلي پرېکړو او د کروندګرو غوښتنو ته د پام نه کولو سره هممهاله، یو ځل بیا دا پوښتنه د فرانسې په عامه افکارو کې راپورته کړې ده، چې آیا د پاریس او اروپايي ټولنې ترمنځ درز لا ژورېږي او آیا فرانسه هم ښايي په راتلونکي کې د ټولنې د پرېښودو لاره خپله کړي؟