ایا د ناټو د خوب پای به یوکرین ته سوله راولي؟
-
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
پارس ټوډې - د اوکراین ولسمشر د خپل هیواد پریکړه اعلان کړه چې له ناټو څخه ووځي او له لویدیځ څخه د امنیتي تضمینونو ترلاسه کولو باندې تمرکز وکړي، چې د ۲۰۲۲ کال د جګړې له پیل راهیسې د کیف ترټولو مهم ستراتیژیک بدلون په نښه کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې هیواد یې له ناټو سره د یوځای کیدو خپله هیله پریښوده او پرځای یې د امریکا، اروپا او نورو نړیوالو شریکانو څخه د امنیتي تضمینونو غوښتنه کړي ده.
دا څرګندونې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د کیف ترټولو مهم ستراتیژیک بدلون دی؛ هغه هیواد چې د کلونو لپاره یې د ناټو غړیتوب د خپلې بقا او خپلواکۍ تضمین ګڼلی، اوس په دې هیله له دې هدفه تیریدو ته چمتو شوی چې ستومانه کوونکې او ویجاړوونکې جګړه بنده کړي.
د یوکرین جګړه له پیل څخه یوازې د ځمکې په سر شخړه نه وه. دغه جنګ د اروپا له امنیتي نظم څخه د دوو متضادو لوستنو ټکر و. له یوې خوا، له شوروي نه وروسته یوکرین غوښتل چې په ناټو کښې په شاملیدو سره ځان د روسیې له امنیتي مداره په بشپړه توګه وباسي. له بلې خوا روسیې خپلو پولو ته د ناټو رارسیدل، د خپل ملي امنیت خلاف نیغ په نیغه ګواښ ګڼه.
د بهرنیو اړیکو له شورا واخلې تر چټم هاوس او فارن افیرز پورې ډیرو مشهورو لویدیځو فکرخونو او شناندو، کلونه مخکښې خبرداری ورکړی و چې په ناټو کښې د یوکرین په غړیتوب باندې ټینګار د ماسکو له خوا د سخت غبرګون لامل کیدې شي. د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کښې د روسیې حمله، په هم دې چوکاټ کښې ګڼلی شو.
اوس، د نږدې څلورو کلونو جګړې، سلګونو زرو مړینو او ټپیانو، او د اوکراین د شاوخوا ۲۰ سلنه خاورې له لاسه ورکولو وروسته، زیلینسکي یوې داسې نقطې ته رسیدلی چې هغه د روسیې مرکزي غوښتنه، یعنې په ناټو کې د اوکراین نه غړیتوب، د جوړجاړي د یوې برخې په توګه ومني.
دا بدلون په خپله خوښه نه دی بلکې د میداني حقیقتونو د دباو نښه ده. یوکرین نن سبا د خپلې خاورې د بشپړه بیرته اخیستو توان نه لري. په عین حال کښې د یوکرین د غړیتوب د منلو لپاره په ناټو کښې ضروري سیاسي اجماع نشته. حتی په واشنګټن او اروپايي پلازمینو کښې د کي یف اصلي ملاتړي ښه پوهیږي چې د یوکرین غړیتوب، ناټول له روسیې سره نیغ په نیغه جنګ ته ټیل وهي. او دا هغه څه دي چې هیڅ لویدیځ قدرت یې پایلو ته غاړه نه ایږدي.
بدیل نظر، "د ناټو د پنځمې مادې سره ورته امنیتي تضمینونه،" د دواړو خنډونو ترمنځ د مینځنۍ حل لارې د موندلو هڅه ده. د اروپا د بهرنیو اړیکو د شورا په شان د ځینو فکري ټانکونو په وینا، ، دا ماډل کولی شي د ناټو د رسمي پراختیا پرته د اوکراین لپاره لږترلږه مخنیوی چمتو کړي. له امریکې سره دوه اړخیز تضمینونه، د اروپایي هیوادونو څخه امنیتي ژمنې، او د کاناډا او جاپان په څیر لوبغاړو ګډون، د زیلینسکي په نظر، کولی شي د روسیې د برید د تکرار مخه ونیسي خو شکونه جدي دي. د ناټو پنځمه ماده یوازې یو قانوني بند نه دی؛ د هغې تر شا ډله ایزه سیاسي اراده، یو متحد قومانده ایز جوړښت، او د باور وړ مخنیوي اوږد تاریخ پروت دی. له ناټو څخه بهر امنیتي تضمینونه، حتی که اړین هم وي، ضروري نه ده چې ورته اغیزه ولري. د ۱۹۹۰ لسیزې د بوداپست تړون د تضمینونو ترخه تجربه لا تر اوسه د اوکراین له سیاسي حافظې څخه نه ده پاکه شوې. هغه تضمینونه چې د روسیې د برید مخه یې نه ده نیولې. له همدې امله، ډیری شنونکي د دې ماډل په اغیزناک والي شک لري، او هغه، له دې ډیر چې یو حقیقي امنیتي چتر یې وګڼي، یو کمزوری سیاسي جوړجاړی یې ګڼي.
سره له دې، د زیلینسکي پریکړه په نړیوال سیاست کې د سخت واقعیت منلو په پرتله د کمزورۍ نښه ده. د ناټو خوب نه یوازې د اوکراین امنیت نه دی راوړی، بلکې د جګړې د ګړندي کولو په یو عامل هم بدل شوی دی. اوس د یوکرین ولسمشر هڅه کوي د دغې سمبولیکې غوښتنې په پریښودو سره، د جنګ د ختمولو لاره هواره کړي. د هغه چې چې دوام یې له دې زیات چې د قواو موازنه او انډول بدل کړي، یوازې د یوکرین د لازیاتې کمزورۍ لامل کیږي.
د روسیې له نظره، دا شاتګ یوه سیاسي بریا ګڼل کیدې شي خو د یوکرین لپاره د لویدیځ پراخ امنیتي تضمینونه، حتی له ناټو بهر، لاهم د ماسکو اندیښنې ژوندۍ ساتلې شي. شاید اصلي اختلاف نور د ناټو د نوم په سر نه وي بلکې په یوکرین کښې د لویدیځ د شتون او نفوذ د حقیقي محتوا په سر وي.
په اخر کښې، په ناټو کښې له غړیتوبه د زلنسکي تیریدل، یو نوي پړاو ته د یوکرین د جنګ د داخلیدو نښه ده. هغې مرحلې ته چې په کښې زیات نه زیات آرمانونو خپل ځاې لږترلږه جوړجاړیو ته ورکړی دی. دا چې دغه روغه جوړه به یو خونړی جنګ پاې ته ورسوي یا لږترلږه لنډمهاله اوربند به ټینګ کړي، داسې پوښتنه ده چې ځواب به یې نه یوازې د یوکرین برخلیک بلکې د اروپا د امنیتي نظم راتلونکی هم وټاکي.