د خوړو امنیت؛ د وینزویلا نوې دفاعي تګلاره
-
• نیکولاس مادورو، د وینزویلا ولسمشر
پارس ټوډی – د وینزویلا ولسمشر د تولید، کرنې او د خوړو د ځانبساینې پر لور د دې هېواد د ستراتېژیک بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا چاره د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو ښه ځواب او د تېلو عوایدو لپاره یو باوري بدیل دی.
نیکولاس مادورو د ماکارائو کرنیزې سیمې د لیدنې پر مهال د وینزویلا نوې دفاعي تګلاره تشریح کړه او ویې ویل چې د میلیونو ونو کرل او د کرنیزو ځمکو پراخول یو پیاوړی دفاعي سپر دی او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې وینزویلا د تاوتریخوالي پر ځای سولې او ابادۍ ته لومړیتوب ورکوي.
مادورو د خوړو په تولید کې د ۹۹ سلنه ځانبساینې یادونه وکړه او اعلان یې وکړ چې حکومت د ۱۰۰ سلنه عضوي کرنې پر لور روان دی.
هغه ټینګار وکړ چې د وینزویلا عضوي محصولات به په نږدې راتلونکي کې د ملي شتمنۍ اصلي سرچینه او د اسعارو د لاسته راوړلو مهمه وسیله شي او نړیوال بازارونه به ونیسي.