الماني ورځپاڼه: ټرمپ زېلنسکي د ماینونو ډګر ته ور ټېل وهلی
پارس ټوډی – یوې الماني ورځپاڼې د امریکا لهخوا پر وینزویلا تر برید وروسته د اوکراین د ولسمشر د دغو ورځو حساس وضعیت ته اشاره کړې ده.
د المانۍ ورځپاڼې برلینر سایتونګ په خپل راپور کې لیکلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وینزویلا د یرغل او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو په تښتولو سره، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي د ماینونو ډګر ته داخل کړی دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې چې له مهر خبري اژانس څخه یې نقل کړی، په یاد راپور کې راغلي: د زېلنسکي لپاره وضعیت ډېر حساس دی. د وینزویلا د بحران او د امریکا د اقدام په اړه د هغه هر ډول غبرګون د زېلنسکي لپاره د مایناېښودل شوي ډګر په څېر دی.
د راپور په دوام کې ټینګار شوی: د اروپايي ټولنې لپاره هم وضعیت همداسې دی، ځکه اروپايي هېوادونه وېره لري چې که د امریکا د وینزویلا پر ضد د اقداماتو په اړه ناسمه غبرګون وښيي، نو د واشنګټن رضایت به له لاسه ورکړي. دا حالت د دې لامل ګرځي چې د کییف دریځ لا پسې کمزوری شي.