د ونزوئلا تېل لمسوونکې عامل وو یا جنګي غنیمت؟
-
په ونزوئلا کې د پټرولئوس چڼځای
پارس تودی - ټرمپ له ډېره وخته د ونزوېلا د تېلو لپاره نقشه جوړه کړې وه خو خبري اژانسونو او امریکایي فکرتونونو وروسته له دې چې په ونزوېلا کې بدلونونه وشول، دې موضوع ته پام کړی دی.
څو میاشتې وړاندې د مخدره موادو په پلمې سره، د ټرمپ لخوا د وینزویلا په خلاف ګواښونه پیل شول؛ اوس امریکایانو له خوا د مادورو د نیولو څو ورځې وروسته، ډیرو خبري آژانسونو د وینزویلا د تیلو د اهمیت په اړه د امریکا لپاره څیړنې کړي دي. پارس ټوډي په دوام کې د دې تحلیلونو یو لنډیز وړاندې کړی دی.
سیانان په یوه مفصل راپور کې دې موضوع ته کتنه کړې چې که په ونزویلا کې ټولنیزې ناارامۍ رامنځته نشي، امریکا به په اسانۍ سره د ونزویلا پر نفت واکمني وکړي او د تېلو په بیه کې به هیڅ بدلون رامنځته نشي. سیانان د امریکا لپاره د ونزویلا د نفت د اهمیت په باب داسې لیکلي: «متحده ایالات، د نړۍ تر ټولو لوی نفت تولیدونکی، سپک او خوږ خام نفت لري چې د پیټرولو د تولید لپاره مناسب دی خو زیات نه استعمالیږي. خو دروند او ترش خام نفت لکه د ونزویلا نفت د پالنې په بهیر کې د ځینو محصولاتو تولید لپاره، لکه ډیزل، ډامبر او د فابریکو او نورو درنو تجهیزاتو لپاره سون توکي، د تولید په برخه کې ډېر مهم دی. په ټوله نړۍ کې د ډیزلو تولید کم شوی چې لویه برخه یې د ونزویلا په نفت د بندیزونو له امله ده.»
خو د امریکایي اتلانټیک کونسل فکرتون ډله په یوه تحلیل کې د ونزوېلا نفت د دې هیواد د نیولو لپاره لمسوونکی لامل وبلله، نه د جګړې غنیمت. دغه فکرکونکې ډله لیکلي دي: «که د واک انتقال په منظم ډول ترسره شي، امریکایي شرکتونه به له سیاسي بدلونونو ګټه واخلي. سره له دې، متحده ایالات د نړۍ تر ټولو لوی نفت او ګاز تولیدوونکی دی او د انرژۍ له امنیت څخه برخمن دی.» په دې تحلیل کې دا هم راغلي دي: «د ونزوېلا واک تضمین کول د امریکا ترڅنګ د ټرمپ د کورني سیاست موخو سره مرسته کوي.»
خو ګارډین په یوه انتقادي تحلیل کې وویل: «د ټرمپ تمرکز د ونزوئلا په تېلو باندې ټینګار کوي چې د هغه اقدام هیڅکله د «د مخدره توکو پر ضد جګړې» په اړه نه و.» ګارډین ولیکل: «ډونالډ ټرمپ د ونزوئلا تېل د خپل یوه ساعته خبري کنفرانس اصلي محور وګرځاوه چې د شنبې په ورځ (د مادورو د نیولو د عملیاتو په ورځ) ترسره شو. د امریکا ولسمشر لږ تر لږه د «د مخدره توکو پر ضد جګړې» یادونه وکړه، هغه موضوع چې میاشتو راهیسې د نظامي ځواکونو د زیاتوالي او د کښتۍ پر ضد د بریدونو د توجیه په توګه مطرح وه. هغه له دولسو څخه زیات ځله د تېلو یادونه وکړه، حتی کله چې د خبریالانو پوښتنې له دې موضوع سره تړاو نه درلود. په دې موضوع د ټرمپ ټینګار هغه ادعا پیاوړې کړه چې ونزویلا له زیاتېدونکو کړکیچونو راهیسې څو ځله مطرح کړې وه: چې د هغه اصلي هدف د مادورو ړنګول او د دې هېواد د لویو طبیعي زیرمو نیول دي.»
په دې منځ کې پولیتیکو د امریکایي تیلي شرکتونو لپاره د ونزوېلا د نفتو د صنعت ګټو او زیانونو ته کتنه وکړه. هغه څه چې د ونزوېلا د نفتو بازار ته د ننوتلو په اړه د دوی لپاره شک رامنځته کړی او د ټرمپ چیغه یې پورته کړې ده. دغه تحلیلي سایټ ولیکل: «د امریکا د نفتو د صنعت د مدیرانو لپاره یوه له اصلي اندېښنو څخه د کارکوونکو او تجهیزاتو امنیت دی چې شرکتونه یې باید ونزوېلا ته واستوي، د هغوی د تادیاتو څرنګوالی، آیا د نفتو بیه به کافي اندازه لوړه شي چې د ونزوېلا نفت ګټوره وي او د نفتو د صادرونکو هیوادونو په سازمان (اوپک) کې د ونزوېلا د غړیتوب وضعیت څرنګوالې ده. د امریکا معیار نفتو بیه د جمعې د بازار په پای کې بېلر په ۵۷ ډالره وه چې د وبا د دورې له پای راهیسې تر ټولو ټیټه اندازه ګڼل کیږي.»