ټرامپ :د ګرینلینډنیول ممکنه ده د زور له لارې ترسره شي
پارس ټوډی - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ممکن ګرینلنډ د زور له لارې ونیول شي.
پارس ټو ډی ـ د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل دګرینلینډنیول ممکنه ده د زور له لارې ترسره شي .
د پارس ټو ډی له راپور سره سم د امریکا ولسمشرټرمپ په یو لړ ویناوکې په دې ادعا سره چی د ګرینلینډنیول د امریکا د ملي امنیت د دفاع او ساتلو لپاره ضروري دي وویل دګرینلینډنیول ممکنه ده د زور له لارې ترسره شي .
ټرمپ همداراز د وینزویلا په اړه هم وویل دا امریکا ده چی تشخیص ورکوي کوم شرکتونه د وینزویلا په تیلوکې فعالیت وکړي او د تیلو عایدات به د امریکا ، وینزویلا او تیلي شرکتونو جیبونو ته لاړ شي .
د امریکا لخوا د وینزویلا د تېل وړونکې۵ کښتۍ غلا شوې
خبري سرچینو ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتونو د ونزویلا ۵مه د تیلو وړونکې کښتۍ غلا کړه.
د امریکا متحده ایالاتونو پوځ د ترینیداد و توباګو په ساحل کې د اولینا په نوم د یوې بلې تیلو وړونکې کښتۍ د نیولو خبر ورکړ.
د امریکا متحده ایالاتونو پوځ خبر ورکړ، چې د تېلو لیږدونکي دغه کښتۍ د ونزویلا په سواحل کې له حرکت وروسته د دوی د سمندري ځواکونو لخوا تر پېژندلو وروسته د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شوه.
د یادونې وړده، چې دا د تیلو د لیږد ۵ کښتۍ ده، چې امریکا د ونزویلا د سمندري محاصرې له پیل څخه تر دې مهاله نیول کیږي.
امریکایي چارواکي: چین، ایران، روسیې ته اجازه نه ورکوو چې د وینزویلا په چارو کې مرکزي رول ولوبوي
د امریکا متحده ایالاتونو د اوبو او انرژۍ وزارت کریستوفر رایت وایي، چین، ایران او روسیې ته اجازه نه ورکوو، چې د کاراکاس په چارو کې مرکزي رول ولوبوي او وینزویلا د چین پورې یو تړلی هېواد شي.
کریستوفر رایت زیاته کړې، تر هغې چې امریکا په وینزویلا کې غالبه وي او یاد هېواد نفت کنټرول کړي، هیڅ مشکل به رامنخته نشي.
امریکایي چارواکي په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې خپله یې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف په وینزویلا کې لاسوهنه او مداخلې پیل کړي.