امریکا، اوکراین او روسیه د خبرو اترو په دوام هوکړه کړې   
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169930-امریکا_اوکراین_او_روسیه_د_خبرو_اترو_په_دوام_هوکړه_کړې
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې امریکا، اوکراین او روسیه موافقه کړې چې په ابوظبي کې درې اړخیزې خبرې اترې به راتلونکې اونۍ لپاره دوام وکړي. 
(last modified 2026-01-25T02:42:54+00:00 )
Jan 25, 2026 07:10 Asia/Kabul
  • له درې اخیزې غونډې څخه د رویترز انځور
    له درې اخیزې غونډې څخه د رویترز انځور

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې امریکا، اوکراین او روسیه موافقه کړې چې په ابوظبي کې درې اړخیزې خبرې اترې به راتلونکې اونۍ لپاره دوام وکړي. 

ویټکاف په ټولنیزو رسنیو کې په خپل اکاونټ کې ولیکل: امریکا، اوکراین او روسیې د جمعې او شنبې په ورځو کې  د اماراتو په کوربه توب سره، درې اړخیزه ناسته ترسره کړه. 

هغه زیاته کړه: خبرې اترې رغنده وې او پرېکړه وشوه چې خبرې اترې به راتلونکې اونۍ هم په ابوظبي کې دوام ومومي. 

ویټکاف په پای کې یادونه وکړه: د امریکا ولسمشر او د هغه ټیم د جګړې په ختمولو او په اوکراین کې د سولې په ټینګولو ژمن دي. 

د روبترز له راپور سره سم، د روسیې، امریکا او اوکراین درې اړخیزو خبرو اترو دویمه ورځ د شنبې په ماښام په د اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې پرته له دې چې پایله یې خبریالانو ته اعلان شي، پای ته ورسېده. 

یو باخبره سرچینه د ابوظبي درې اړخیزې ناستې د پایلو په اړه وویل: پلازمینې باید د ناستې د پایلو په اړه پریکړه وکړي. 

هغه زیاته کړه: نه شي ویلای چې د ابوظبي خبرې اترې بې پایلې وې او درې اړخیزې خبرې اترې ممکن په راتلونکو ورځو کې دوام ومومي. 

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف مخکې ویلي و چې د موافقې د ترلاسه کولو لپاره، د اوکراین وسله وال ځواکونه باید دونباس پرېږدي؛ دا د روسیې لپاره د دې شخړې د هوارېدو خورا مهم شرط دی. 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، هم ویلي و چې د دونباس موضوع د دې خبرو اترو په بهیر کې به د اصلي موضوع په توګه وڅیړل شي.