ټرامپ بیا ځلې کاناډا ته ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169934-ټرامپ_بیا_ځلې_کاناډا_ته_ګواښ_وکړ
د امریکا ولسمشر د کاناډا لومړی وزیر «ولسوال» وباله او ویې ویل که کاناډا له چین سره تړون وکړي، پر ټولو کاناډایي توکو به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.
(last modified 2026-01-25T02:47:18+00:00 )
Jan 25, 2026 07:15 Asia/Kabul
  • ټرامپ بیا ځلې کاناډا ته ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر د کاناډا لومړی وزیر «ولسوال» وباله او ویې ویل که کاناډا له چین سره تړون وکړي، پر ټولو کاناډایي توکو به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د شنبې په ماښام د ټروت سوشل په ټولنیزه شبکه کې د کاناډا لومړي وزیر «مارک کارني» ته ولیکل: «که ولسوال کارني فکر کوي چې کاناډا به د چین لپاره بندر شي ترڅو توکي او بارونه امریکا ته واستوي، سخت په تېروتنه کې دی.»

د امریکا ولسمشر په دوام کې ادعا وکړه: «چین به کاناډا ژوندی وخوري، بشپړ به یې وڅښي، سوداګرۍ، ټولنیز جوړښت او په ټوله کې د هغوی عادي ژوند به له منځه یوسي.»

ټرمپ په دوام کې د کاناډا په ګواښلو سره ټینګار وکړ: «که کاناډا له چین سره تړون وکړي، سمدستي به پر ټولو کاناډایي توکو چې متحده ایالاتو ته واردیږي، ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي او زیان به وویني.»