د امریکا د مهاجرت ادارې پرضد اعتراضونه څه پایلې لري؟
پارس ټوډی- د امریکا په مینیاپولیس ښار کښې د اعتراضونو نوی پړاو که چیرې یوې سوله ئیزې حل لارې ته ونه رسیږي ممکنه ده په ټوله امریکا کښې د ښاغلي جارج فلویډ د وژلې له کبله کړکیچ ته ورته امنیتي او سیاسي کړکیچ تکرار شي.
مینیا پولیس ښار د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه یوځل بیا د عمومي غصې د څپې او د یوې مرګوني پیښې بل ډګر شو.
د امریکا مهاجرت او ګمرګ ادارې ايي سي ای ته اړونده فیډرال مامورانو او د سرحدي ګزمې مامورانو د الیکس جیفري پریټي(Alex Jeffrey Pretti) په نوم یو اوه دیرش کلن سړی په ډزو سره وواژه.
پریټي د امریکا د مینیا پولیسو د متقاعد شویو عسکرو په روغتون کښې د ايي سي یو(icu) د برخې نرس او امریکايي ښاریز و او د غیر قانوني فعالیت هیڅ مخینه یې نه لرله.
دغه پیښه د امریکا د مینیا پولیس په جنوب کښې وشوه داسې ځای چې فیډرال ماموران ظاهرا د ولسمشر ټرامپ د حکومت له سختو مهاجرتي سیاستونو د یوه اړونده عملیاتو د اجرا په حال کښې وو.
د ځايي وسیدونکو او د عیني کتونکو لخوا د خپرو شویو ویډیوګانو پراساس «الیکس پریټي» په لاره روان و او داسې نه ښکاري چې کوم وسله وال ګواښ یې رامینځته کړی وي.
ډیرې عیني کتونکي ادعا کوي چې هغه ته د وسلې د رایستو نیت نه درلود.
سره له دې د امریکا د داخلي امنیت وزارت ادعا کوي چې مامور د خپل ځان د دفاع لپاره ډزې کړي دي.
دغه ادعا له موجودو ویډیوګانو سره ښکاره تضاد لري او ولسي تصویرونو او د رسمي روایت اختلاف اعتراضونو نور هم پسې زیات کړل.
دغه ډزې له یوې میاشتې په کم وخت کښې په مینیا پولیس کښې دوهمه مرګوني پیښه ده.
دوه اونۍ مخکې د امریکا د ايي سي اي د مامور لخوا د ریني ګوډ(Renee Good) په نوم یوه ښځه وژل شوې وه او هغه پیښې هم په پراخ ډول عمومي افکار تر اغیز لاندې وروستل.
په داسې ښار کښې چې د پولیسو د تاوتریخوالو پرضد په اعتراضونو کښې اوږده مخینه لري د دغه بیلګې تکرار ( په ۲۰۲۰ میلادي کال کښې د جارج فلویډ له قتل څخه رانیولي تر نورو ډیرو موردونو پورې) سبب شوی چې ډیر سخت او چټک عمومي غبرګون رامینځته کړي.
د مهاجرانو د حقوقو فعالانو ، د نرسانو اتحادیو ، د متقاعد شویو عسکرو ارګانونو او د نژادي عدالت ډلو په چټکۍ سره ګډې بیانیې خپرې کړې او له مینه سوټا ایالت څخه د ايي سي ای د ځواکونو په کامل ډول د وتلو، د یرغلیزو مهاجرتي عملیاتو د سمدستي د ځنډولو او د خپلواکه فیډرال تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د ټرامپ حکومت او د کورني امنیت د وزارت چارواکي تراوسه له خپل دفاعي دریځ څخه نه دي خارج شوي.
د دغه وزارت وینا ډزې له ګواښ سره په مخامخ کیدا کښې د مامور قانوني اقدام وباله او ادعا یې وکړه چې پریټي د مقاومت په حال کښې و.
ډونالډ ټرامپ هم په ځپلې ټولیزې شبکې کښې ولیکل چې فیډرال ځواکونه د قانون د ساتنې د دندې د ترسره کولو په حال کښې دي او باید د هغوې خنډ نشو.
د الیکس جیفرې له قتل وروسته په مینیا پولیس کښې پراخ اعتراضونه په څو ژورو اړخونو کښې جرړه لري چې د فیډرال سیاستونو ، د ښار د تاریخي مخینې او د وروستیو سمدستي پیښو یو ترکیب دی.
د ټرامپ د حکومت سخت مهاجرتي سیاستونه په تیره بیا مینه سوټا او «مینیا پولیس» ښار کښې اقدام د دغه حالت په خرابیدا کښې مهم رول لري.
ډیرې ښاریز دغه اقدامات نه یوازې د غیر قانوني مهاجرانو بلکې د ټولې مهاجرې ټولنې او حتی د امریکا د ښاریزو لپاره د ګواښ په توګه ګڼي.