د فیفا مخکنی مشر: امریکا ته مه ځئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170044-د_فیفا_مخکنی_مشر_امریکا_ته_مه_ځئ
پارس‌تودی- د فوټبال د نړیوال فډرېشن مخکنی مشر (فیفا) د نړیوال جام له نندارچیانو څخه غوښتنه وکړه چي د امنیتي اندېښنو له امله دې امریکا ته سفر نه کوي.
(last modified 2026-01-27T10:37:36+00:00 )
Jan 27, 2026 15:06 Asia/Kabul
  • د فیفا مخکنی مشر«سپ بلاتر»
    د فیفا مخکنی مشر«سپ بلاتر»

پارس‌تودی- د فوټبال د نړیوال فډرېشن مخکنی مشر (فیفا) د نړیوال جام له نندارچیانو څخه غوښتنه وکړه چي د امنیتي اندېښنو له امله دې امریکا ته سفر نه کوي.

د فیفا مخکنی مشر «سپ بلاتر» د دوشنبې په ورځ د هغو نندارچیانو ملاتړ وکړ چي د امنیتي اندېښنو د امله په امریکا کې د سږ کال د فوټبال نړیوال جام بایکاټ کوي. د پارس تودی له راپور سره سم، د ګاردین په حواله، بلاتر همدارنګه د سویتزرلنډ د فساد ضد وکیل «مارک پیت» څخه په ملاتړ سره چی د بلاتر د مشرۍ پر مهال له فیفا سره د احتمالي اصلاحاتو په اړه ملګرتیا کوله، وویل: د فوټبال مینه وال باید د جام د سیالیو پر مهال باید له امریکې څخه لیري پاته شي.

بلاتر په ټولنیزو رسنیو کې وویل: «زما په اند مارک پیت حق لري چي د نړیوال جام تر پوښتنې لاندې راولي.»

د ویلو ده، پیت په مینیاپولیس کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د مهاجرت ضد مامور له لورې د رنه ګود وژل کېدایې امریکا ته د فوټبال د مینه والو د نه ورتګ له دلایلو څخه وبلل. د بلاتر له لورې د پیت د خبرو پخلی، وروسته له هغه کیږي چي تېره اوونۍ د الکس پرتي په نامه یو بل امریکایي وګړي هم د مهاجرت ضد مامورینو له خوا ووژل شو.

ټاکل شوې ده چي د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ ، د جون د میاشتې له یوولسمې څخه بیا د جولای تر نولسمې پورې د امریکا، کاناډا او مکزیک په کوربه توب، تر سره شي.