د امام خامنه اي وروستۍ وینا ته د نړیوالورسنیو پراخ  انعکاس
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170260-د_امام_خامنه_اي_وروستۍ_وینا_ته_د_نړیوالورسنیو_پراخ_انعکاس
پارس ټوډی - له زرګونو کسانو سره  د اسلامي انقلاب  د معظم لارښود  په کتنې کې  چې   د یوم ا... یا د اسلامی انقلاب د  ارواښاد لارښود حضرت  امام خمیني (رحمت ا... علیه) وطن  ته د راستنیدو   او د اسلامي انقلاب  د اته څلویښتمې کلیزې  پیل دی ،د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي بې مخینې وینا ته په عربي رسنیو کې پراخ انعکاس ورکړل شوی دی.
(last modified 2026-02-02T07:53:21+00:00 )
Feb 02, 2026 05:14 Asia/Kabul
  •  په عربي رسنیو کې؛ تهران  احتمالی جنګ په  سیمه ایز جنګ  د بدلېدو په اړه خبرداری ورکوي
     په عربي رسنیو کې؛ تهران  احتمالی جنګ په  سیمه ایز جنګ  د بدلېدو په اړه خبرداری ورکوي

پارس ټوډی - له زرګونو کسانو سره  د اسلامي انقلاب  د معظم لارښود  په کتنې کې  چې   د یوم ا... یا د اسلامی انقلاب د  ارواښاد لارښود حضرت  امام خمیني (رحمت ا... علیه) وطن  ته د راستنیدو   او د اسلامي انقلاب  د اته څلویښتمې کلیزې  پیل دی ،د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي بې مخینې وینا ته په عربي رسنیو کې پراخ انعکاس ورکړل شوی دی.

 عربي رسنیو د  د اسلامی انقلاب دستر لارښود د خبرو پر اساس زیاتره د ایران لخوا د هر ډول تیرویو په وړاندې پریکنده  ځواب، د امریکا د ګواښونو تکرار او د جګړې د سیمه ایزې جګړې په توګه د بدلېدو په اړه  په خبرداری تمرکز کړی دی.

د لبنان د "المینار ټیلیویژني چینل  وېبپاڼې د ؛ایران د جګړې پیل نه کوي، خو  هر تیري ته به  سخت ځواب ووايي" په سرلیک  سره لیکلي: اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار  کړی چې   د ایران ملت به  هر ډول  تیری ته پریکنده  او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او په عین حال کې ایران د جګړې پیل نه کوي، خو هر برید به د یوه سیمه ایزې جګړې سبب شي. دغه رسنۍ همدارنګه د اسلامی انقلاب د ستر لارښود   د وینا له قوله لیکي، د امریکا د تکرار شويګواښونه  هیڅ نوې اغیزه نه لري،  او نه ئې د ملت په  ارادې باندې کومه اغیزه کړې ده.

  "کل العرب" وېبپاڼې  هم د "امریکایان  باید پوهه شي چې که جګړه پیل کړي، دا به سیمه ایزې جګړې ته وده ورکړي" په عنوان سره  راپور ورکړی: د  اسلامی انقلاب   معظم رهبر ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت جګړه غواړی نه دی، خو د هر ډول تیري  په وړاندې به په قدرت سره ودریږي.

 "اسکای نیوز عربي ټيلیوییژني چینل هم راپور ورکړی چې حضرت آیت‌الله خامنه‌اي د امریکا د هر ډول پوځي  برید په وړاندې خبرداری ورکړی او ټینګار ئې کړی دی چې داسې اقدام به د سیمه ایزې جګړې لامل شي. دغه چینل  همدارنګه له د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود  له  قوله لیکلي دي ،  چې وروستۍ پیښې په ایران کې د کودتا له  هڅو سره ورته دي او هدف ئې د حکومت د مهمو مرکزونو زیانمنول دي .

د لبنان  "المملکه" او "الدیار" وېبپاڼو هم په همدې موضوع تمرکز کړی او ویلي ئې دي چې د حکومت د مرکزونو، پوځي مرکزونو ، بانکونو او مذهبي ځایونو پر وړاندې بریدونه د کودتا د هڅې نښه وه چې ناکامه شوه.

 "اسپوټنیک عربي چینل ، "  د فلسطین الاخباریه چینل  او "العربي الجدید" خبري  آژانس هم د د اسلامی انقلاب د معظم  رهبر   خبرو ته  پراخ  انعکاس ورکړی او په ډاګه ئې کړی چې د امریکا له خوا پر ایران هر ډول جګړه به په سیمه ایزې جګړې بدله شي او  د  ایران  ملت به هر ډول  تیري  ته پریکنده ځواب ورکړي.

حضرت آیت‌ا.... العظمی سید علی خامنه‌اي  د سباؤن لسیزې په لومړۍ ورځ   د  ایران د مختلفو پرګنو له زرګونو  خلکو سره په لیدنې کې وویل: "امریکایان دې   پوهه   شي که دې ځل جګړه پیل کړي، نو دا جګړه به یوه  سیمه ایزه جګړه  شي.