نتانیاهو د چهار شنبې په ورځ له ټرمپ سره ملاقات کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170480-نتانیاهو_د_چهار_شنبې_په_ورځ_له_ټرمپ_سره_ملاقات_کوي
د بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان وکړ چې د اسرائیل رژیم لومړی وزیر به د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ سره وګوري.
(last modified 2026-02-08T02:48:16+00:00 )
Feb 08, 2026 07:16 Asia/Kabul
  • نتانیاهو د چهار شنبې په ورځ له ټرمپ سره ملاقات کوي

د بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان وکړ چې د اسرائیل رژیم لومړی وزیر به د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ سره وګوري.

د الجزیرې له راپور سره سم، د نتانیاهو د دفتر په وینا، هغه به له ټرمپ سره د ایران او د امریکا تر مینځ د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

دا به د نتانیاهو او ټرمپ اوومه لیدنه وي.

نتانیاهو د دی میاشتې په پیل کې هم د فلوریډا په پام بیچ کې هم له ټرمپ سره لیدلي و.

امریکا ته د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر سفر د عمان په پلازمینې مسقط کې د ایران او امریکا د خبرو اترو له نوې پړاو سره  په هممهاله توګه ترسره کیږي.

د ایران او امریکا د اتومي خبرو اترو نوي پړاو د جمعې په ورځ په مسقط کې د عمان د سلطنت په منځګړیتوب سره پیل شو.

د ایران او امریکا د خبرو اترو په دې پړاو کې پلاویو د خپلو نظرونو، اندیښنو او چلندونو ټولګه د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بوسعیدي له لارې یو بل سره شریکه کړه.