په ایټالیا کې د معترضینو او پولیسو تر مینځ نښته شوې
زرګونه خلک د ایټالیا د میلان په ښار کې د شنبې په ورځ د کور د لوړو لګښتونو او په ژواک او چاپېریال باندې د ژمني المپیک لوبو لپاره د پروژو په اغیزو باندې اعتراض وکړ چې له پولیسو سره د نښتې سبب شو.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اعتراض د صنفي اتحادیو، فعالانو او د کور د حق ملاتړ کوونکو ډلو لخوا جوړ شوی و او تر پنځو زرو زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و.
د اعتراضونو د تنظیموونکو هدف په میلان کې د کور کرایې د لوړو لګښتونو او ژورې نابرابرۍ ته پام اړول وو.
همدارنګه د دې لاریونونو ځینې ملاتړي ډلې استدلال وکړ چې د میلان په ژمني المپیک کې د خلکو سرچینې او پیسې فالتو لګول شوې دي او د دې لوبو بنسټیزې پروژې چاپیریال ته زیان رسولی دی.
په دې لاریون کې شاوخوا ۱۰۰ کسان د چاودیدونکو توکو، لوګي بمونو او بوتلونو په غورځولو سره له پولیسو سره مقابله وکړل. ځینې له دې اعتراض کوونکو خپل مخونه پټ کړي وو.
پولیسو هم د اوښکې بهونکی ګاز په ډزو او د اور وژونکې ګاډو په اوبو سره هڅه وکړه چې هغوی تیت او پرک کړي. دا ټکر څو دقیقې وروسته پای ته ورسېد.