د وسلو سوداګري | هالنډ د صهیونیسټي رژیم پر وسلو تکیه راکموي
پارسټوډې – صهیونیسټي «هاآرتص» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هالنډ پارلمان د صهیونیسټي رژیم د جګړهییزو جنایتونو په اړه د اندېښنو له امله، د تلابیب پر وسلو د تکیې د کمولو په لور ګامونه اخلي.
د پارسټوډې د راپور له مخې، د «هاآرتص» په راپور کې راغلي چې د هالنډ حکومت به پارلمان ته له صهیونیسټي رژیم څخه د وسلو د وارداتو د محدودولو لپاره د اخیستل کېدونکو ګامونو په اړه راپور وړاندې کړي؛ دا چاره په اروپا کې د لا زیاتې دفاعي خپلواکۍ د هڅو نښه بلل کېږي.
د هاآرتص راپور پر بنسټ، د هالنډ پارلمان د لا ډېرې ستراتېژیکې خپلواکۍ اړتیا او له هغو صنایعو سره د تړاو په اړه د اندېښنو له مخې چې په جګړهییزو جنایتونو کې ښکېل دي، یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې یې د دې اروپایي هېواد له لوري له صهیونیسټي رژیم څخه د وسلو پر وارداتو تکیه راکمېږي. هالنډ په وروستیو کلونو کې نږدې ۲ میلیارده یورو پوځي تجهیزات له صهیونیسټي رژیم څخه پېرلي دي.
په جرمني او بریتانیا کې د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) د تولید لپاره د اوکراین پلان
د وسلو د سوداګرۍ د خبرونو په دوام کې راغلي چې د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» اعلان کړی، چې هېواد به یې ډېر ژر په جرمني او بریتانیا کې د بېپیلوټه الوتکو تولید پیل کړي. زلنسکي وویل: د روانې میلادي میاشتې (فبرورۍ) له نیمایي څخه به په جرمني کې د اوکرایني ډرونونو تولید پیل شي او په اروپا کې به د اوکراین د وسلو د صادراتو ۱۰ دفترونه هم پرانیستل شي. د اوکراین ولسمشر همدارنګه په بریتانیا کې د اوکرایني وسلو د تولید د فعالېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: تولید شوي ډرونونه به تر ټولو لومړی د اوکراین د پوځ د کارونې لپاره وکارول شي.