ولي ټرمپ د کانګرس استازو ته ګواښ کړی دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170670-ولي_ټرمپ_د_کانګرس_استازو_ته_ګواښ_کړی_دی
پارس‌تودی – د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، په یوه بیغام کې هغو استازو ته ګواښ وکړ چي د کاناډا په خلاف د لګول شویو تعرفو د لغوه کېدو لپاره مثبتې رایې ورکړې دي.
(last modified 2026-02-12T08:34:28+00:00 )
Feb 12, 2026 13:02 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ
    د امریکا ولسمشر ټرمپ

پارس‌تودی – د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، په یوه بیغام کې هغو استازو ته ګواښ وکړ چي د کاناډا په خلاف د لګول شویو تعرفو د لغوه کېدو لپاره مثبتې رایې ورکړې دي.

د پارس تودی له راپور سره سم، ټرمپ په خپل ټولنیز رسنۍ تروث سوشال کې ولیکل: هر یو جمهوري پال که هغه په سنا کې وي او که په کنګرس کې چی د تعرفو په خلاف رای ورکړي وي، د ټاکنو په لومړنیو پړاونو کې هم له جدي ستونزو سره مخامخیږي.

د امریکا د استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په خلاف د ټرامپ له خوا د لګول شویو تعرفو د لغوه کېدو طرحه د ۲۱۱ مخالفو رایو په وړاندې، په ۲۱۹ مثبتو رایو سره، تصویب شوه.

په یوه بله هڅه کې، د امریکا د جرګې استازو د سې شنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۱۰مه، د رایو ورکولو په ترڅ کې د ټرمپ لخوا په لګول شویو تعرفو باندې د قانوني اعتراض د بندولو لپاره د جمهوري غوښتونکو مشرانو هڅه ناکامه کړه. د امریکا د جرګې استازو د څو جمهوري غوښتونکو او ټولو ډیموکراتانو په ملګرتیا سره هغه طرحه رد کړه چې د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو سره د مخالفت مخه نیوله. دا اقدام د دونالد ټرمپ لپاره یوه مهمه ماته ګڼل کېږي او د تعرفو د لغوه کولو لپاره د استازو له لورې د طرحو د بیاکتنې لاره پرانیزي. د امریکا د جرګې استازو د ۲۱۴ موافقو رایو په وړاندې په ۲۱۷ مخالفو رایو سره د جمهوري غوښتونکو وړاندیز چې د تعرفو پر وړاندې د قانوني اعتراضونو منع کول وو، رد کړ. درې جمهوري غوښتونکي استازو هم د ۲۱۴ ډیموکراتو استازو سره یو ځای شول او دې طرحې ته یې منفي رایه ورکړه.

د نبراسکا د ایالت جمهوري پال استازی دان بیکن، چي یادې طرحې ته منفي رایه ورکړه، وویل: د ټرامپ له خوا لګول شوي تعرفې په اقتصاد باندې ناوړه اغېزه کړې ده ځکه چي دا تعرفې د امریکایانو یعني مصرفوونکو، تولیدوونکو او بزګرانو له جیبونو وځي.

دموکراټان اوس هیله لري چې د ملي اضطراري حالت لغوه کولو رایه اچونه پیل کړي؛ هغه اقدام چې ټرمپ د کاناډایي توکو پر ضد د جزایي تعرفو د لګولو لپاره کارولی دی. دوی همدارنګه پلان لري چې د مکسیکو او نورو هیوادونو پر وړاندې د لګول شویو تعرفو د لغوه کولو لپاره پرېکړه لیکونه وړاندې کړي. د امریکا د استازو د جرګې مشر مایک جانسن،  مخکې ویلي و چې تمه لري دغه طرحه تصویب شي او دا یې د تعرفو د قانوني والي په اړه د سترې محکمې د احتمالي حکم په نظر کې نیولو سره ضروري بللې وه.

د امریکا ولسمشر مخکې په ناڅاپي اقدام کې د کاناډا څخه په وارداتي توکو د ۳۵ سلنه تعرفې د لګولو خبر ورکړ، سره له دې چې کاناډا د امریکا یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه ده. د امریکا ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې کاناډا ته ګواښ وکړ چې که له چین سره سوداګریز تړون وکړي، نو پر اوټاوا به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

د دیموکراتانو او یو شمېر جمهوری‌پالو د باور په خلاف، ټرمپ خپل تعرفوي پالیسي کامیابه بولي. په دې اړه د امریکا ولسمشر وایی: «زموږ د سوداګریو په انډول کې یعني د صادراتو په وړاندې د وارداتو په کچه کې ۷۸ سلنه کمښت راغلی دی، د داو جونز شاخص تازه ۵۰۰۰۰ ته رسېدلی او د اس‌اندپي شاخص ۷۰۰۰ ته رسېدلی دی، ټول هغه شمېرې چې یوازې یو کال مخکې ناممکن ګڼل کېدې.» ټرمپ زیاته کړه: «سربېره پر دې، تعرفې زموږ لپاره لوی ملي امنیت راوړي دي، ځکه یوازې د دې کلمې یادونه هېوادونه اړ کوي چې زموږ له سختو غوښتنو سره موافقه وکړي.» هغه وویل: «تعرفې موږ ته اقتصادي او ملي امنیت راکړی دی او هېڅ جمهوری‌پال باید د دې امتیاز له منځه وړلو مسؤل نه وي.»

داسي ښکاري چې د ډونالډ ټرمپ تند او ګواښونکي غبرګون د امریکایي قانون جوړونکو لخوا د کاناډا پر وړاندې د تعرفو لغوه کولو تصویب ته، یو ځواب و، په دې غبرګون سره د متحده ایالاتو په سیاسي فضا کې نوې کړکیچ رامنځته شوی دی. دا اقدام د ملي پالنې اقتصادي لیدلورو او د آزادې سوداګرۍ پر بنسټ د سیاستونو ترمنځ ژور اختلافات څرګندوي. د ټرمپ ګواښونه د هغه د ادعا شویو اندېښنو په چوکاټ کې تحلیل کیدی شي چې د کورنیو صنعتونو کمزوري کېدل او د امریکا اقتصادي خبرو اترو ځواک کمېدل پکې شامل دي.

ټرمپ تل د ملاتړ کوونکو سیاستونو او د کورنیو تولیدونکو د ساتنې لپاره تعرفې ضروري بولي. هغه باور لري چې د تعرفو له منځه وړل، په ځانګړې توګه د داسې هېواد په وړاندې لکه کاناډا چې د امریکا لپاره مهم سوداګریز شریک ګڼل کېږي، کولی شي د وارداتو زیاتوالی او د کورنیو صنایعو د سیالۍ وړتیا کموالی لامل شي. د هغه له نظره، دا پریکړه ممکن د فولادو، موټرو جوړونې او کرنې په برخو کې د امریکایي کارونو لپاره خطر رامنځته کړي. له همدې امله، د هغه سخت غبرګون زیاتره د ملي تولید د ملاتړ او اقتصادي خپلواکۍ پر بنسټ د اقتصادي خبرو اترو د ساتنې په لور د پوهېدو وړ دی.

یو بل عامل چې دې غبرګون ته یې لمن وهلې، د دې کار سیاسي اړخ دی. ټرمپ هڅه کوي ځان د امریکایي کارګرو او تولیدونکو د ګټو مدافع وښيي او هر اقدام چې د هغه له نظره د نورو هیوادونو په ګټه وي، ننګوي. د قانون جوړونکو ګواښ کولای شي د هغه د ملاتړو بنسټ ته یو پیغام وي چې لا هم په خپلو پخوانیو اقتصادي اصولو پابند دی او د هغو سیاستونو پر وړاندې چې د هغه په نظر کورني اقتصاد ته زیان رسوي، چوپ نه پاتې کیږي. دغه چلند همدارنګه کیدای شي د سیاسي ډلو، یعنې ډیموکراتانو او جمهوری غوښتونکو ترمنځ د کورنیو سیالیو یوه برخه وي او د اقتصادي پریکړو په بهیر باندې د اغیز ښودلو هڅه وي.

د دې کړکېچ پایلې کولی شي په څو کچو کې څرګندې شي. لومړی، د کورنیو سیاسي اختلافاتو زیاتوالی او د قانون جوړونې قوا او اغېزناکو سیاسي څېرو ترمنځ د مقابلې فضا ټینګول. داسې وضعیت ممکن د اقتصادي پالیسیو تصویب بهیر پېچلی کړي او په یوه ډول د پرېکړو په ثبات کې ګډوډي رامنځته کړي. دویم، د بهرنیو اړیکو له نظره، دا موضوع کولی شي د امریکا او کاناډا ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې کړي. که ګواښونه عملي فشارونو یا د تعرفو د بیا راوستلو هڅو ته لار ومومي، نو د اقتصادي همکارۍ په فضا کې د زیاتېدونکي کړکېچ امکان شته.

په پای کې، دا پېښه د امریکا د اقتصادي سیاست د راتلونکي لارې په اړه د جګړې دوام ښيي؛ جګړه د آزادې سوداګرۍ ملاتړو او هغو کسانو ترمنځ چې د کورني تولید په ملاتړ باندې ټینګار کوي. داسې اختلافونه کولی شي په اوږدمهاله موده کې په سوداګریزو سیاستونو، د پانګوالو په باور او حتی له نږدې متحدینو سره د اړیکو په جوړښت اغېز وکړي.