ټرمپ: له ایران سره تړون باید ژر تر ژره وشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170692-ټرمپ_له_ایران_سره_تړون_باید_ژر_تر_ژره_وشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې له ایران سره باید ژر تر ژره یو تړون وشي.
(last modified 2026-02-13T01:54:51+00:00 )
Feb 13, 2026 06:21 Asia/Kabul
  • ټرمپ: له ایران سره تړون باید ژر تر ژره وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې له ایران سره باید ژر تر ژره یو تړون وشي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اټکل کوي دا تړون به په راتلونکې میاشت کې ممکن شي او زیاته یې کړه چې ایران باید چټک ګام پورته کړي.

ټرمپ بیا ګواښ وکړ چې که له ایران سره عادلانه او مناسب تړون ونشي، «سختې ورځې» به ورپه برخه شي.

هغه وویل چې تر هر وخت پورې چې وغواړي، له ایران سره به خبرې وکړي، خو که توافق ونه شي، نو «دویم پړاو» ته به ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو ویلي، چې هر ډول کړنو ته د سخت مقابل ځاوب ویلو لپاره چمتو دي.