عطوان: ایرانیان د میدان وروستي ګټونکي دي
پارس ټوډی- د رای الیوم ورځپاڼې سرمنشي د ایران خلاف د جنګ له پیلولو د خپلو اهدافو په پوره کولو کښې ماتې او د واشنګټن او د امریکې د کوربه هیوادونو لپاره په سپیره توب د دغو اډو بدلیدو ته په اشارې سره، د دغې ماتې لاملونه وڅیړل او ویې ویل چې لنډمهاله مشرتابه او د ایران ولس چې په کلک هوډ سره د جنګ د میدانونو کنټرول او واکمني په لاس کښې لري، د میدان اصلي او فاینل ګټونکي دي.

پارس ټوډی د ایسنا په حواله رپورټ ورکک چې د رای الیوم ورځپاڼې سرمنشي او د عرب نړۍ ستر شناندي «عبد الباری عطوان» ولیکل: پنځمې ورځې ته د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو د ګډو بریدونو په رسیدو سره، تمه کیده چې د دغه جنګ دوه پلانوونکي یعنې بنیامین نتانیاهو او د هغه پیروي کوونکی ډونلډ ټرمپ په امریکې، نیواکي ټاټوبي او د ایران په پلازمینې تهران کښې «په جنګ کښې د بریالیتوب» او نظام د ړنګولو او د نوي حاکمیت د ټاکلو په مناسبت ستر جشنونه ترسره کړي، خو د تیري ګرو لپاره یې پایلې اپوته او حتی غمیزه ناکې وې او اوس د ایران نوې رهبري او ولس د جشن د سریزو په چمتو کولو لګیا دي چې د پایدارۍ جګړه یې په اوسپنیز هوډ سره مدیریت کړې ده، تراوسه حاکمیت په لاس کښې لري او د جګړې په ډګرونو کښې یې ځواکونه په ګڼو جبهو کښې مهمې بریاوې ترلاسه کوي او دا په ټولو برخو کښې یوه ستره بریا ده.