جرمني او انګلیس هم ټرامپ ناهیلي کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171442-جرمني_او_انګلیس_هم_ټرامپ_ناهیلي_کړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د هرمز په تنګی کې د ناټو د هر ډول رول لوبولو سره په مخالفت کې ټینګار وکړ چي د ناټو ائتلاف د هرمز د تنګی مسئولیت په غاړه نه اخلي او له ایران سره مذاکره په دې تنګي کې د امنیت د ټینګېدو یوازنۍ لاره ده.\
(last modified 2026-03-17T03:10:01+00:00 )
Mar 17, 2026 07:38 Asia/Kabul
  • جرمني او انګلیس هم ټرامپ ناهیلي کړ

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د هرمز په تنګی کې د ناټو د هر ډول رول لوبولو سره په مخالفت کې ټینګار وکړ چي د ناټو ائتلاف د هرمز د تنګی مسئولیت په غاړه نه اخلي او له ایران سره مذاکره په دې تنګي کې د امنیت د ټینګېدو یوازنۍ لاره ده.\

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د هرمز په تنګی کې د ناټو د هر ډول رول لوبولو سره په مخالفت کې ټینګار وکړ چي د ناټو ائتلاف د هرمز د تنګی مسئولیت په غاړه نه اخلي او له ایران سره مذاکره په دې تنګي کې د امنیت د ټینګېدو یوازنۍ لاره ده.\

دې سره هممهاله د جرمني د صدر اعظم ویاند رسنیو ته وویل چي له ایران سره د امریکا جنګ، له ناټو سره هیڅ تړاو نه لري او دا د ناټو جګړه نه ده.

هاخوا بیا د انګلیس لومړي وزیر استارمر هم چي د ټرمپ له اصلي متحدینو څخه بلل کیږي، په پوځي لارو چارو سره د هرمز د تنګی د پرانیستلو لپاره د امریکا له غوښتنې سره مخالفت وکړ او وویل چي هیواد یې یوې پراخې جګړې ته نه ور درومي.

د امریکا ځینو نورو ملګرو هیوادونو هم د ټرمپ دغې غوښتنې سره مخالفت کړی دی، دا په داسي حال کې دی چي خپله د امریکا جنګي کښتۍ له فارس خلیج څخه لیري شوي دي او د نژدې کېدو جرات نه لري.