د بسیجِ مستضعفین ادارې مشر هم شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171466-د_بسیجِ_مستضعفین_ادارې_مشر_هم_شهید_شو
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرتیا کښې د امریکايي او صهیونیسټي دښمن په برید کښې د مستضعفینو د بسیج سازمان د مشر سردار غلامرضا سلیماني د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2026-03-18T06:17:10+00:00 )
Mar 18, 2026 10:44 Asia/Kabul
  • د بسیجِ مستضعفین ادارې مشر هم شهید شو

پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرتیا کښې د امریکايي او صهیونیسټي دښمن په برید کښې د مستضعفینو د بسیج سازمان د مشر سردار غلامرضا سلیماني د شهادت خبر ورکړ.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مرکزي ادارې په یوه خبرپاڼه کښې، د امریکايي صهیوني دښمن په ترهګر برید  کښې د مخلص مجاهد سردار غلامرضا سلیماني د شهادت په وجه د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د ایران شریف ولس، زړه ورو بسیجیانو او د دغه شهید قدرمنې کورنۍ ته تسلیت او مبارکي وویله.

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو د برخې په خبرپاڼه کښې همداشان لولو: د اسلام دغه سرلوړي او ستر سردار له اته کلنې مقدسې دفاع واخلې تر ننه پورې د خدمت په ټولو کلونو کښې په تیره بیا د بسیج د مستضعفینو د سازمان د مشرۍ په وختو کښې د بسیج د ولسي او جهادي جوړښت په ماډرن کولو، د رغنده او د سازندګۍ د خوځښتونو په پراختیا، د محرومیت په ختمولو او مستضعفینو او کمزورو پرګنو ته په مرستې رسولو کښې ډیر سټراټیجک او بې ساری رول لوبولی دی.

د دې بیانیې په پاې کښې راغلي دي: د دغه لوړ مقامه شهید شرورو او ترهګرو قاتلانو ته خبرداری ورکوو مجاهد بسیجیان به د شهید رهبر، د شهیدو قومندانانو او د مختلفو پرګنو د ولسي شهیدانو د وینې بدل هیڅکله پرې نږدي. بیشکه چې د دغو شهیدانو پاکه وینه به له نړیوال صهیونزم او استکبار سره د مبارزې او مقاومت د لارې په دوام کښې  د ایران د تل ولس او د ټولو سر په تلي بسیجیانو اراده به دوه چنده کړي.