د دښمن د تباه شویو بې پایلوټه الوتکو شمیر ۱۶۲ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171928-د_دښمن_د_تباه_شویو_بې_پایلوټه_الوتکو_شمیر_۱۶۲ته_ورسید
پارس ټوډی- د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک او د ایران د پوځ د عمومي اړیکو دفتر د ایران په هوايي حریم کښې د دښمن د دوو بې پایلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ.
(last modified 2026-04-05T02:31:06+00:00 )
Apr 05, 2026 06:58 Asia/Kabul
  • د دښمن د تباه شویو بې پایلوټه الوتکو شمیر ۱۶۲ته ورسید

پارس ټوډی- د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک او د ایران د پوځ د عمومي اړیکو دفتر د ایران په هوايي حریم کښې د دښمن د دوو بې پایلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ.

پارس ټوډی سایټ راپور راکړ، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارا ځواک د عمومي اړیکو دفتر د دغه ځواک د هوا فضا د پرمختللي نوي دفاعي سیسټم لخوا د اصفهان په فضا کښې د یوې بلې ایم کیو نهه ډوله بې پایلوټه الوتکو د ویشتل کیدا او نسکورولو خبر ورکړ.

دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د عمومي اړیکو دفتر هم د اصفهان په عمومي سیمه کښې د پوځ د هوايي دافع هوا ځواک په بریالي ډول ډزو  سره د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د یوې هرمیس ۹۰۰ ډوله بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.

د دغو دوو بې پایلوټه الوتکو په شمیرلو سره د ایران د هوايي دافع د ګډ مرکز لخوا د نسکورو کړې شویو بې پایلوټه الوتکو شمیر یوسل دوه شپیتو ته ورسید.