ولې د امریکا متحدانو د ایران پر وړاندې د یرغلګرۍ له غوښتنې سره ملګرتیا ونه کړه؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171978-ولې_د_امریکا_متحدانو_د_ایران_پر_وړاندې_د_یرغلګرۍ_له_غوښتنې_سره_ملګرتیا_ونه_کړه
پارس ټوډې – د ایران پر وړاندې د دېیمې تپل شوې جګړې یو له مهمو بدلونونو څخه، په دې پوځي یرغلګرۍ کې په اروپا او آسیا کې له واشنګټن او صهیونیسټي رژیم سره د امریکا د متحدانو ملګرتیا نه کول دي. 
(last modified 2026-04-12T09:21:54+00:00 )
Apr 12, 2026 13:45 Asia/Kabul
  • ولې د امریکا متحدانو د ایران پر وړاندې د یرغلګرۍ له غوښتنې سره ملګرتیا ونه کړه؟

پارس ټوډې – د ایران پر وړاندې د دېیمې تپل شوې جګړې یو له مهمو بدلونونو څخه، په دې پوځي یرغلګرۍ کې په اروپا او آسیا کې له واشنګټن او صهیونیسټي رژیم سره د امریکا د متحدانو ملګرتیا نه کول دي. 

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د یرغل له پیله او د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو له لورې د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته، ډونالډ ټرمپ په جګړه کې د نورو ګزینو د ورزیاتولو او یا حداقل د هرمز تنګي د پرانیستو په لور ولاړ. واشنګټن هڅه وکړه چې په ناټو کې د امریکا اروپايي متحدانو ته په بلنې سره، د نښتو لمن له یوې سېمه ایزې جګړې څخه هم پراخه کړي او هغه د لوېدیځې نړۍ د ټولیز امنیت پر وړاندې یو ګواښ وګڼي. ټرمپ د امریکا له اروپايي متحدانو څخه وغوښتل چې په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د سمندري امنیت اړوند په عملیاتو کې پوره ونډه ولري. د امریکا اصلي استدلال دا وو چې په هرمز تنګي کې هرډول نا امني، په مستقیم ډول نړیوال اقتصاد او د اروپايي هېوادونو د انرژۍ امنیت تر اغېزې لاندې راوستی دی ، له همدې امله نه یوازې امریکا بلکې باید ټوله ناټو د بحران په مدیریت کې رول ولري.
د ډېرو اروپايي هېوادونو غبرګون وښودلو چې د دې جګړې په تړاو د اتلانتیک دواړو خواوو ترمنځ ائتلاف، خورا ماتېدونکی او د امریکا د اخلاقي او انساني شخصیت نه لرونکي او ځان غوښتونکي ولسمشر له تمې څخه خورا لیري دی. 
اروپایانو وویل، دا زموږ جګړه نه ده. د جرمني، فرانسې او هسپانیا په څېر مهمو دولتونو له هماغه لومړیو څخه په دې نښته کې د اروپا د رول پراخېدو په تړاو شک څرګند کړ او د امریکا پوځي غوښتنو ته یې په یو ډول نه وویلو. د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز  یوځل بیا د مادرید د جګړې ضد پر سیاست باندې په ټینګار سره څرګنده کړه چې  د هغه د دولت درېځ په څو کلمو کې خلاصه کېږي: جګړې ته نه ویل. نوموړي پخوانیو تجربو ته په اشارې سره، وویل: نړۍ، اروپا او هسپانیا تر دې مخکې هم له داسې شرایطو سره مخ شوې ده. د سانچز په وینا، ۲۳ کاله پخوا د امریکا د هماغه وخت دولت موږ یې د لوېدیځې آسیا په یوه جګړه کې ښکېل کړو چې ادعا کېدله موخه یې د صدام د ټولیزو وسلو له منځه وړل، د ډیموکراسۍ پراخېدل او د امنیت تضمین دی. 
د هسپانیا لومړي وزیر زیاته کړه: د وخت په تېرېدو سره روښانه شوه چې د دې جګړې پایلې په بشپړه توګه برعکسه وې او د امنیت د رامنځته کولو پر ځای، په اروپا کې د نا امنیو څپه له ځانه سره درلوده؛ داسې چې دا وضعیت د برلین دیوال له ړنګېدو راهیسې په دې لویه وچه کې یو له ترټولو سختو امنیتي بحرانونو څخه ګڼل کېږي. سانچز پر دې تجربې باندې په ټینګار سره روښانه کړه چې هسپانیا به دا ځل د پوځي مداخلې پر بنسټ باندې د پریکړه کولو له لارې سره مخ نه شي. 
د جرمني ولسمشر اشتاین مایر هم دا جګړه یې یوه له ناورین ډکه سیاسي تېروتنه وګڼله او زیاته یې کړه، دا هغه جګړه وه چې کېدله ترې ډډه وشي او که موخه یې اټومي وسلې ته د ایران په رسېدو کې مخنیوی وو، په بشپړه توګه غیرضروري وو او په نهایت کې زیاته کړه: جرمني او اروپا باید په هغو نږدي فرااتلانتیکي اړیکو باندې چې یوه وخت وې، حساب ونه کړي. د جرمني دفاع وزیر هم په یو لړ څرګندونو کې زیاته کړه چې  اروپا نه شي کولای د هرمز تنګی پرانیزي او د اروپا دوې وړې بېړۍ نه شي کولای هغه کار چې د امریکا پوځ ونشو کړای سر ته ورسوي، ترسره کړي. د ایټالیا دفاع وزیر ګیدو کروستو هم د ایران پر وړاندې د پوځي یرغل په تړاو د اروپا له مخالفت څخه د ټرمپ د غوصې په اړه څرګنده کړه: ایټالیا امریکا ته له خپلو اډو څخه د استفاده کولو اجازه نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني د اروپايي مشرانو په منځ کې له ټرمپ سره ترټولو غوره اړیکې لري. 
د اوربند له اعلان وروسته اروپايي دولتونو په شدت سره له اعلان شوي اوربند څخه هرکلی وکړ. د فرانسې، ایټالیا، جرمني، انګلیس، کاناډا، ډنمارک، هالنډ، هسپانیا هېوادنو مشرانو او همدرانګه د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون درلاین او د اروپايي شورا رئیس آنتونیو کاستا یوه ګډه بیانیه صادره کړه چې پکې د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند څخه هرکلی شوی او له پاکستان او نورو منځګړو څخه د دوی د هڅو له امله مننه شوې ده. 
رسنیو او اروپايي پوهانو په ډېر صراحت سره د امریکا او اروپا ترمنځ د لا زیات بېلوالي په تړاو خبري کړي او لیکلي دي.