د خدای زړه په جګړو باندې کړېدلې
پارس تودی- د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر، یو ځلې بیا د امریکا د فوځي یرغلونو څخه په نیوکې سره، د تاوتریخوالو، جنګ او بې عدالتیو د زیاتوالې په اړه خبرداری ورکړ.
په تېرو اوونیو کې څوارلسم پاپ لئو د ایران په خلاف د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ په جنګ جوړونو باندې سختې نیوکې وکړې. د پاپ نیوکې د ټرمپ له غبرګون سره مخ شو لیکن د نړۍ د کاتولیکو مشران ټینګار وکړ: د ټرمپ له حکومت څخه نه ویرېږم. د پارس تودی له راپور سره سم، د ایرنا په حواله، د نړۍ د کاتولیکو مشر څوارلسم پاپ لئو د سې شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: د خدای زړه په جنګونو، تاوتریخوالو، بې عدالتیو او دروغو سره، دردېدلی دی. زمونږ د پلار زړه له اشرارو، کبرجنو او ځانمنمو سره مل نه دی.
د نړۍ د کاتولیکو مشر زیاته کړه: د خدای زړه له ماشومانو او خاکسارو خلګو سره دی او هره ورځ ورسره د خپلې مینې او سولې باچاهي جوړوي. هر چېرته چي مینه او خدمت وي، خدای هلته دی.
په همدې حال کې، د سي ان ان د نظر غوښتونو کارپوه په دې باور دی چي ټرمپ د پاپ لئو له محبوبیت سره، «حسد» کوي. د دې چېنل په دې راپور کې راغلی: شاید ټرمپ د پاپ لئو له محبوبیت سره حسد کوي، ځکه چي دا یوه چاودنه ده. یوه چاودنه ! هغه همداشان د ان بي سي نیوز د تېرې میاشتې نظرغوښتنې ته اشاره وکړه چي وښودله په امریکایانو کې ۳۴ مثبت پاینټونه تر لاسه کړي په داسي حال کې چي ټرمپ ۱۲ منفي امتیازات لري.