په لبنان کې اوربند کوم پیغامونه لري؟
پارس ټوډې – په لبنان کې اوربند د جمعې د شپې له نیمايي (۲۰۲۶ کال د اپریل په ۱۷مه) پیل شو او لس ورځې به دوام وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروث سوشل ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې په لبنان کې لس ورځنی اوربند رامنځته شوی. په لبنان کې اعلان شوی اوربند د جمعې د شپې له نیمايي څخه پیل شو. دا اوربند د صهیونیسټي رژیم له لوري د ۴۵ ورځو جګړې او جنایت وروسته عملي شوی دی.
اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د دې اوربند عملي کېدل کوم پیغامونه لري؟
لومړنی پیغام دا دی چې دا اوربند د ایران د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.
په داسې حال کې چې په تېرو ورځو کې د لبنان حکومت، صهیونیسټي رژیم او امریکا هڅه کړې وه د سولې داسې هوکړه لاسلیک کړي چې اصلي هدف یې پر حزبالله فشار وو. د ایران اسلامي جمهوریت هم اعلان کړی وو چې له امریکا سره د هر ډول هوکړې شرط، په لبنان کې اوربند او په هرمز تنګي کې آزاد تګ راتګ دی.
له هرمز تنګي څخه د آزاد تګ راتګ په تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي ټویټ هم دا موضوع تاییدوي.
دویم پیغام هم د سېمو پر وحدت باندې د ایران د اسلامي جمهوریت ټینګار دی.
په حقیقت کې، ایران د لبنان په اوربند کې په مهم رول لوبولو سره وښودله چې له یوې خوا د مقاومت د غړو ترمنځ انسجام لومړیتوب لري او له بلې خوا، د خپلو متحدانو د ملاتړ په برخه کې ژمن دی. په همدې تړاو هم د سیمې ځینو رسنیو اعلان وکړ چې په لبنان کې اوربند چې د ایران د اسلامي جمهوریت د فشارونو له امله رامنځته شوی، د مقاومت د جبهو د انسجام ښودنه کوي.
درېیم پیغام هم دا دی چې، د ایران د اسلامي جمهوریت او د مقاومت د محور ترمنځ درز رامنځته کولو لپاره هڅې له ماتې سره مخ شوي دي.
د ایران، امریکا او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د تېرې اونۍ له اوربند وروسته، دې رژیم د حزبالله پر وړاندې سخت بریدونه او جنایتونه ترسره کړل. د دې بریدونو له امله، صهیونیسټي رژیم او په لبنان کې د حزب الله ځینو مخالفانو په پراخو تبلیغاتو سره هڅه وکړه داسې وښيي چې، ایران حزبالله یې یوازې پرېښی دی. خو د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د ایران قاطع دریځ چې د لبنان له اوربند سره تړلی دی، او اوس د اوربند عملي کېدل، د مقاومت او حزبالله د مخالفانو او همدارنګه د صهیونیسټي رژیم لپاره لویه ماتې ده.
په همدې تړاو، د اسرائیل هیوم صهیونیسټي رسنۍ هم لیکلي چې، په لبنان کې د اوربند لپاره پر اسرائیلو د ټرمپ فشار، د ایران پر وړاندې د دوه چنده تسلیمېدو ښودنه کوي او له هغه پیوند سره چې ایران په خپله خاوره او لبنان کې د جګړې ترمنځ رامنځته کړی، سمون لري.
وروستۍ ټکی دا دی چې په لبنان کې د اوربند عملي کېدل، پر صهیونیسټي ـ امریکایي دښمن باندې د باور په معنی نه دی، بلکې د سولې او امنیت د رامنځته کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او اسلامي مقاومت هڅه ده.
له همدې امله، د لبنان د حزبالله غورځنګ په بیانیه کې هم ټینګار شوی چې د دښمن د چل او فریب پر وړاندې د اسلامي مقاومت د ځواکونو لاسونه لا هم پر ماشې باندې دي. د حزبالله له عمومي منشي او د لبنان له ملت سره د مجاهدانو ژمنه دا ده چې، د وینې تر وروستۍ څاڅکې به درېږي او بیرغ به د دوی له لاسونو څخه پر ځمکه ونه لوېږي.