انصارالله: صهیونیسټي دښمن په لبنان کې سخته او شرموونکې ماتې وخوړه
پارس ټوډې – د یمن د انصارالله غورځنګ په لبنان کې د حزبالله د تاریخي بریا په مبارکۍ ویلو سره اعلان وکړ چې صهیونیسټي دښمن په لبنان کې شرموونکې ماتې تجربه کړه.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د یمن د انصارالله سیاسي دفتر په یوه بیان کې وویل چې صهیونیسټي دښمن په لبنان کې سخته ماتې وخوړه، په خپلو اعلان شویو اهدافو کې پاتې راغی او د حزبالله د مبارزانو د پایدارۍ پر وړاندې یې دبدبه ماته شوه.
په دې بیان کې پر صهیونیسټي دښمن باندې د حزبالله او لبنان تاریخي بریا ته په مبارکۍ ویلو سره راغلي: د درنو تلفاتو له امله اسرائیلي دښمن مجبور شو چې تسلیم شي او په لبنان کې د اوربند لاره غوره کړي.
د انصارالله سیاسي دفتر زیاته کړه: دا تاریخي بریا له فلسطین څخه تر ایران، لبنان، یمن او عراق پورې د هغو لویو ثمراتو له ډلې څخه ده چې د جبهو د یووالي له برکته ترلاسه شوې ده.
د انصارالله سیاسي دفتر ټینګار وکړ: د جهاد او مقاومت د محور دریځ ټکان ورکوونکی وو، او پوځي ځواب یې سخت، ځپوونکی او له تصور څخه پورته وو، چې دښمنان یې مجبور کړل په ایران او نورو جبهو کې پراخ اوربند ومني.