ټرمپ شاتګ وکړ، د ازادی تش په نامه پروژه بنده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172622-ټرمپ_شاتګ_وکړ_د_ازادی_تش_په_نامه_پروژه_بنده_شوه
پارس‌تودی- دونالد ټرمپ ولیکل چي د هرمز له تنګی څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره د ازادی پروژه بنده شوه.
(last modified 2026-05-06T10:29:02+00:00 )
May 06, 2026 14:58 Asia/Kabul
  • ټرمپ
    ټرمپ

پارس‌تودی- دونالد ټرمپ ولیکل چي د هرمز له تنګی څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره د ازادی پروژه بنده شوه.

د پارس تودی له راپور سره سم، د هرمز تنګی له ننګونې سره په مقابله کې د امریکا د ناکامیو په دوام کې، ټرمپ د ازادی د پروژې د بندېدو کوم چي په صطلاح سره، له هرمز تنګی څخه د کښتیو د اسکورټولو لپاره پیله شوې وه، خبر ورکړ.

ټرمپ چي هڅه کوله په یو ډول سره په خپلې ماتې باندې سرپوښ کښېږدوي، د خپلو دروغجنو خبرو په دوام کې ولیکل:« د پاکستان او نورو هیوادونو د غوښتنو او د ایران په خلاف په عملیات کې تر لاسه شویو فوځي بریاو ته په کتو سره، او همداشان دې ته په کتو سره چي له ایراني استازو سره، د یوه بشپړه موافقې په لورې ډېر ښه پرمختګ شوی دی، مونږ ورسره متقابلې هوکړې ته ورسېدو چي، د ایران سمندري محاصره په پوره طاقت سره دوام وکړي، لیکن د ازادی پروژه د لنډې مودې لپاره بنده شي څو وګورو چي کولایشو یوې هوکړې ته ورسیږو او لاسلیک کړو که نه.»

ټرمپ د خپلو نورو اقداماتو په څېر چي له معمول سره سم، په رسندویې ښور او غوغا سره پیلیږي، د دوشنبې له سهار څخه یې په هرمز تنګی کې د ازادی پروژه پیل کړه، لیکن دغه طرحه په همهغه لومړیو ساعتونو کې، د ایران د وسله والو ځواکونو له ډزو او بریدونو سره مخ شو او ټولې کښتۍ چي د ټرمپ په قول باندې په باور سره، د هرمز له تنګی څخه د تیرېدو تمه درلوده، شاته راستنه شول.

په دې لړ کې د امریکا نیویورک ټایمز ورځپاڼې ولیکل: کښتۍ د ټرمپ په خبرو له هرمز تنګی څخه نه تیریږي او شرکتونه دې اوبلارې ته د خپلو کښتیو د استولو په هکله ډاډمن نه دي او ځینې وایي چي د امریکا وړاندیزونه د دوی د ډاډ لپاره بسنه نه کوي.

تلګراف ورځپاڼې هم تېره ورځ، په یوه راپور کې ولیکل: نړیوالې کښتۍ چلونې له هرمز تنګی څخه د تیرېدو لپاره د ټرمپ په طرحې باور نه دي کړي، د دې رسنۍ په وېناو حتی په فوځي اسکورټ سره هم، اکثره کښتۍ تېرېدو ته تیاره شوي نه دي، ځکه خطرې او د بیمې لګښتونه ډېر زیات دي او تر هغه پورې چي د ایران ګواښ کم شوی نه وي، په دې اوبلاره کې د سوداګریو د بهیر نورمال کېده، ناممکن ښکاري.