انګلیسي ورځپاڼې: د اسټارمر نسکورتیا نژدې ده
-
استارمر
پارس تودی – انګلیسې ورځپاڼې په مختلفو راپورونو کې د دې هیواد د لومړی وزیر کي یر استارمر د سیاسی دورې د ختمېدو خبر ورکړي دي.
په انګلستان کې سیاسي بحران د کییر استارمر، لومړي وزیر او د کارګر ګوند مشر، لپاره نوې مرحلې ته داخل شوی او د دې هیواد مشهورو رسنیو د هغه د استعفا لپاره د فشارونو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د کارګر ګوند له سختې ماتې او د ۱۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ پورې د شوراګانو څوکۍ له لاسه ورکولو وروسته، د ګوند دننه د اعتراض او ناراضایتۍ یوه څپه رامنځته شوې ده. د پارس تودی له راپور سره سم، د انګلیس مهمې ورځپاڼې، منجمله «ټایمز»، «ګاردین»، «ډیلی اکسپرس» او همداشان «بی بي سي» په خپلو راپورونو کې لیکلي دي چي د کارګر ګوند لسګونو استازي استارمر د دې ماتې مستقیم مسؤل ګڼي او غواړي چې د هغه د ګوند او حکومت له مشری څخه د وتلو لپاره مهالویش اعلان شي. ځینې راپورونه وایي چې د هغو استازو شمېر چې په ښکاره یا پټه توګه د استارمر د استعفا غوښتنه کړې، له ۷۰ څخه تر ۸۰ یا تر دې هم زیات دی.
د انګلیس د لومړي وزیر اسټارمر د استعفا لپاره شمېرې پیل شوې
په همدې برخه کې د انګلیس ټایمز ورځپاڼې په یوه اختصاصي خبر کې اعلان وکړ چي د انګلیس د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود او د کابینې دوو نورو جګپورو وزیرانو کي یر استارمر ته ویلي دي چي د استعفا د ورکولو لپاره دې مهالویش اعلان کړي.
د انګلیس په کارګر ګوند کې کړکېچ؛ له استعفا وروسته استعفا
په همدې حال کې بي بي سي شبکه راپور ورکړی چې تام راتلند او جو موریس، د انګلستان د لومړي وزیر کیر استارمر دوه مرستیالان، له خپلو دندو څخه استعفا ورکړې او له استارمر څخه یې هم غوښتي چې ورته ګام واخلي. دا په داسې حال کې ده چې «کیر استارمر» د بریتانیا لومړی وزیر، په یوه تازه وینا کې چې د حکومت د «ریست» او د کارګر ګوند د داخلي بحران د کنټرول لپاره ترسره شوه، ونه توانېد مخالفین ارام کړي او د نیوکو له نوې څپې سره مخ شو. د کارګر ګوند استازو او همداراز د کارګر اتحادیو یو شمېر مشرانو د استارمر خبرې «ناکافي» او «د روښانه عملي پلان نه لرونکې» بللي او باور لري چې دا وینا نه ده توانېدلې له لاسه وتلې باور بیرته رامینځته کړي.