امارات او هند د فوځي همکاریو هوکړه لاسلیک کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172938-امارات_او_هند_د_فوځي_همکاریو_هوکړه_لاسلیک_کړې
د امارات او هندوستان چارواکو د فوځي، اقتصادي او انرژیو په برخه کې د پنځو ملیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو درې هوکړې لاسلیک کړي دي.
(last modified 2026-05-16T01:26:15+00:00 )
May 16, 2026 05:54 Asia/Kabul
  • مودی او بن زاید
    مودی او بن زاید

د امارات او هندوستان چارواکو د فوځي، اقتصادي او انرژیو په برخه کې د پنځو ملیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو درې هوکړې لاسلیک کړي دي.

د امارات مشر محمد بن زاید آل نهیان او د هند لومړي وزیر نرندرا مودي تېره ورځ د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې اقتصادي او فوځي هوکړې لاسلیک کړې.

د هند د تیلي زیرمو د شرکت او د ابوظبي د تیلو د شرکت تر مینځ د استراتیژیکو همکاریو موافقه، د اوبلنو ګازو د وارداتو موافقه او د دفاعي استراتیژیک مشارکت په چوکاټ کې د ملګرتیا موافقه لاسلیک شوې ده.

په یادو هوکړو کې امارات ژمنه کړې ده چي د پنځو میلیارد ډالرو په اندازه په هندوستان کې پانګونه وکړي.

دا هوکړې تېره ورځ اماراتو ته د هند د لومړي وزیر نرندرا مودی د سفر پر مهال لاسلیک شوي دي.