امریکا به له ناټو تړون څخه ونه وځي
May 16, 2026 12:27 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فینلینډ ولسمشر «الکسانډر اسټوب» په یو لر څرګندونو کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا له ناټو تړون څخه د وتلو اراده نلري وویل واشنګټن به هماغه راز په ناټو کښې خپل فعالیت ته دوام ورکړي ځکه چې دغه اقدام د واشنګټن له ګټو سره په تضاد کښې دی.
هغه وویل امریکا به هماغه راز په ناټو کښې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د فینلینډ ولسمشر اسټوب دې ته په اشارې سره چې امریکا اروپا ته ضرورت لري جوته کړه: امریکا به په اروپايي هیوادونو کښې له خپلو پوځي اډو پرته په مینځني ختیځ، اسیا او افریقا کښې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو جوګه نه وي.
دغه راز د جرمني دفاع وزیر «بوریس پیستوریوس» مخکې ویلي وو چې له جرمني ، ایټالیا او اسپانیا څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره د امریکا فیصله د اټکل وړ وه.
ټیګونه