د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د چین سیاست بدل نشو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان «ایکسپریس ټریبیون» چین ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سفر د نتیجې په هکله ولیکل: د چین ولسمشر «شي جینپینګ» د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره په خبرو کښې سوړ کړچار درلود چې د ټرامپ د عزت د ساتل کیدا سبب شو او دغه پیغام یې په صراحت سره منتقل کړ چې پیکینګ هماغه راز ډیپلماټیک اړم ته پاې بند دی او د تهران په هکله په خپلو دریځونو کښې بدلون راوستلو ته تیار نه دی.
د ایکسپریس ورځپاڼې په سرمقاله کښې ویل شوي د چین ولسمشر د امریکا د ولسمشر ټرامپ د تمو تر اغیز لاندې ونه رغی او غوره یې وګڼله په سیمه کښې د روان کړکیچ او د ایران د جنګ او د هرمز اوبلارې په وړاندې د چین ډیپلوماټیک کړچار وساتي او په هغه ټینګار وکړي.
دغه ورځپاڼې زیاته کړه د امریکا ولسمشر ټرامپ ته د چین د ولسمشر شي جینپینګ پیغام له ادب څخه ډک او د نه انکار و: د ایران او د ټایوان په هکله به د پیکینګ دریځ بدل نشي.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ولیکل:د امریکا ولسمشر ټرامپ چین ته په سفر کښې د اقتصادي تعامل په نرمښتونو باندې تکیې کولو سره په حقیقت غور وکړ.
د چین ولسمشر شي جینپینګ په پریکنده توګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې په مینځني ختیځ کښې د جنګ له لاپو وهلو ورهاخوا لاړ شو.
دغه ورځپاڼې ولیکل د چین ولسمشر له ایران سره د خپل هیواد سټراټيژیکه ملګرتیا ضروري وبلله او په هرمز اوبلاره کښې په ازادۍ سره د کشتیو د تګ راتګ په موضوع باندې د توافق په ترڅ کښې یې د امریکا د ولسمشر ټرامپ عزت وساته.