امریکا وایي د افغانستان امنیتي بدلونونه په دقت سره څارو
-
په سیمه کې د امریکا د ترهګر فوځ قومندان برد کوپر
د سنتکام قوماندان وویل: افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه پکې څارو.
«برد کوپر»، د امریکا د مرکزي ترهګریزو ځواکونو قوماندان (سنتکام) اعلان کړی چې واشنګتن لا هم د افغانستان امنیتي بدلونونه او د ترهګریزو ډلو فعالیتونه په دقت سره څاري.
هغه د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو کمیټې په غونډه کې وویل افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې ترهګریز فعالیتونه پکې په دوامداره توګه څارل کیږي.
کوپر دا څرګندونې د امریکايي سناتور «جیم بنکس» د پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د داعش او نورو ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو احتمال په افغانستان کې مطرح کړ.
په سیمه کې د امریکايي ترهګرو قوماندان وویل: «افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو د څارنې په برخه کې زموږ د تدابیرو په سر کې دی. موږ د سیمې له هیوادونو سره د مختلفو همکاریو له لارې ګواښونه ځپوو او حالات په بشپړ دقت سره تعقیبوو.»