په اروپا کې د سرې بیه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده
پارس تودی- د اروپا د کرهڼې او خوراکې امنیت کمېشنر وویل: په اروپا کې د سرې بیه د انرژیو د قیمت د زیاتوالې د امله، ۷۰ سلنه لوړه شوې ده.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اروپا د خوراکي امنیت او د کرهڼې کېمشنر «کریسټوف هانسن» په استراسبورګ کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ: « په هره اندازه چي د انرژیو بیه زیاته شي، د سرې قیمت هم لوړیږي. اوس قیمتونه د ۲۰۲۴ میلادي کال په پرتله اویا سلنه ختلي دي.
اروپايي کمیسیون د سرې د بیو د لوړوالي له امله د بزګرانو د ملاتړ لپاره یو عملیاتي پلان وړاندې کړی دی، خو ویلي یې دي چې د دې پلان له مخې بزګرانو ته اضافي بودجه نه ورکوي.
د اروپايي اتحادیې مشران وايي چې د نرخونو لوړوالی یواځې د لویدیځې آسیا د بحران له امله دی، خو له دې سره سره، اروپايي کمیسیون له دې مخکې د روسیې او بلاروس څخه پر وارداتي سرې تعرفې لګولي دي.
د اروپايي بزګرانو اتحاديې دغه اقدام رد کړی دی او دا یې په اروپايي بزګرانو باندې ګوزار بللې دی، ځکه چې په نا مناسب حالت کې یې راولي او د تولید کمولو ته یې مجبوره کوي.
دا وضعیت اروپایي هیوادونو ته د اوکراین د کرنیزو محصولاتو بې کنټروله صادراتو ، او همداراز د جنوبي امریکا هیوادونو (مرکوسور) سره د پخواني توافق له امله، لا شدید شوی دی. همداراز دا کولی شي اروپایي بازارونه د ارزانه کرنیزو محصولاتو نه ډک کړي، کوم چې د اروپایي سختو معیارونو د نقض له لارې تولیدیږي.