شمالي کوریا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال توغندی ازمویلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173438-شمالي_کوریا_په_مصنوعي_ځیرکتیا_سمبال_توغندی_ازمویلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی شمالي کوریا وویل چې د مصنوعي هوش او ځیرکتیا د ټیکنالوژۍ پراساس یو څو منظوره کروز توغندی یې ازمویلی دی.
(last modified 2026-05-27T00:44:46+00:00 )
May 27, 2026 05:05 Asia/Kabul
  • شمالي کوریا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال توغندی ازمویلی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی شمالي کوریا وویل چې د مصنوعي هوش او ځیرکتیا د ټیکنالوژۍ پراساس یو څو منظوره کروز توغندی یې ازمویلی دی.

د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» په شخصي ډول په دغه ازموینې چې پرون ترسره شوه څارنه وکړه او د تاکتیکي کروز توغندوي سیسټم د اهمیت په اړه یې مثبته جاجونه درلودله.

د جنوبي کوریا پوځ هم پرون وویل چې شمالي کوریا کابو یو توغندی د زیړ سمندر په لور توغولی دی.

زیړ سمندر چې د شمال سمندر په نوم هم پیژندل کیږي د ارام اوقیانوسیې په څنډه کښې یوه سمندري سیمه ده چې د چین او د کوریا د ټاټووزمې ترمینځ پرته ده او په حقیقت کښې د  ختیځ چین د سمندی شمال لویدیځه برخه ګڼل کیږي.