په اوقیانوسیې کښې د انرژۍ د انتقال د نوي سازوکار کشفیدل
پارس ټوډې-سائینس پوهان وتوانیدل، په اوقیانوسیې کښې د انرژۍ د انتقال لپاره نوی سازوکار کشف کړي.
په اوقیانوسیې کښې د انرژۍ د انتقال د نوي سازوکار کشفیدا د سمندر د کف په ټوپوګرافۍ سره د بهیرونو د مطالعې او د اوقیانوسیې د بهیرونو د بیلګو او موډلونو د ښه کیدا لپاره نوي افقونه پرانیستي دي.
پارس ټوډې سایټ د بریکس ټي وي په قول راپور راکړی، د سن پیټربورګ د حکومتي پوهنتون اوقیانوسیې پیژاندو د روسیې د ځینو څیړاندو په ملګرتیا سره د «راسبي څپو» په خپریدا کښې د سازوکارونو په پیژندلو بریالي شوي چې کولای شي د اوقیانوسیې د څرخیدا، د ګردابونو د بڼه د خپلیدا او د سمندر له تل سره د بهیرونو د متقابل اغیز په هکله زمونږ درک بدل کاندي.
راسبي څپې یا سیاره اي څپې، د اوقیانوسیې په بهیرونو کښې ستر پیچ وخم ګڼل کیږي چې د ځمکې د څرخیدا په وجه رامینځته کیږي.
د روسیې سائینس پوهانو له کامپیوټري شبیه سازیو او له جامع ریاضي موډلونو څخه په استفادې سره په اوقیانوسیې کښې کلیدی ټکي کشف کړي دي چې په هغو کښې د انرژۍ انتقال دریدیږي او د اوبو د حرکت لاره له بدلون سره مخ کیږي.
د ایس پي بي یو SPbU پوهنتون د استاد «تاتیانا بلوننکو» د څرګندونو پراساس هغه څپې چې له ختیځو بهیرونو سرچینه اخلي، د لویدیځو بهیرونو له کبله د څپو کابو لس برابره اوږدې دي.
دغه تحقیق په اوقیانوسیې کښې په ډیرو لیرو وختونو کښې د انرژۍ د انتقال د څرنګوالي په بیا تعریفولو کښې مهم رول لرلی او کولای شي د سمندر د اوبو له حرکتونو سره د اړونده اټکلونو دقت او د ځمکې د کرې په اب وهوا باندې د هغه اغیز په اوڅاره توګه زیات کړي.