امریکایي ډیموکرات استازی:
فاسد سیاستوالان د ایران په وړاندې له جنګ څخه ګټه کوي
-
د امریکا د استازو جرګې د دیموکرات ګوند استازی جیمز تالاریکو
د امریکا د دیموکرات ګوند یوه کاندید د رای ورکوونکو لپاره په خپله وینا کې، د دې په بیانولو سره چې «فاسد سیاستوال له ایران سره له جګړې ګټه اخلي»، د ټکزاس د خلکو د لګښتونو د کمولو په موخه د سونتوکو له مالیې څخه د معافیت او له ایران سره د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د پارس تودی له راپور سره سم، د امریکا د استازو جرګې د دیموکرات ګوند کاندیدجیمز تالاریکو، وویل: «فاسد سیاستوال له یوې فاسدې جګړې ګټه اخلي او خلک په عملي توګه د هغې بیه پرې کوي.»
د «ډالاس مورنینګ نیوز» ورځپاڼې د لیکنې له مخې، هغه وویل: «له ایران سره جګړه یو ناورین دی. دا جګړه د امریکایانو ژوند اخلي، د پټرولو او ډیزلو بیې لوړوي او په ټوله نړۍ کې زموږ اخلاقي دریځ له منځه وړي. باید دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.»
تالاریکو د هغه لوحې ترڅنګ چې د عادي بېسرب پټرولو بیه یې په هر ګیلن کې ۳.۹۹ ډالره او د ډیزلو بیه یې ۵.۹۹ ډالره ښودله، وویل: «دا زموږ په ایالت کې یو بحران دی. کله چې د ډیزلو بیه لوړېږي، د هر څه بیه لوړېږي. دې وضعیت او مالي بحران خلک له سخت فشار سره مخ کړي دي.»
هغه چې د آستین ښار د ایالتي جرګې استازی هم دی، له لوی څارنوال څخه وغوښتل چې د سونتوکو د مالیې د ځنډولو او له ایران سره د هغې جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ وکړي چې نږدې اووه میاشتې یې دوام کړی دی.