امریکايي شنونکی: ایران ته ماتې ورکول ممکن نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179142-امریکايي_شنونکی_ایران_ته_ماتې_ورکول_ممکن_نه_دي
پارس‌ ټوډی - د امریکا د پوځ یوه متقاعد افسر او د امریکا د بهرني سیاست شنونکي، د ایران اسلامي جمهوریت پیاوړي دفاعي توان ته په اشارې، د واشنګټن جګړه‌پالو چارواکو ته په خطاب کې ټینګار کړی: تاسو ایران ته په پوځي ډګر کې ماتې نه شئ ورکولی.
(last modified 2026-10-01T06:22:06+00:00 )
Oct 01, 2026 10:50 Asia/Kabul
  • امریکايي شنونکی: ایران ته ماتې ورکول ممکن نه دي

پارس‌ ټوډی - د امریکا د پوځ یوه متقاعد افسر او د امریکا د بهرني سیاست شنونکي، د ایران اسلامي جمهوریت پیاوړي دفاعي توان ته په اشارې، د واشنګټن جګړه‌پالو چارواکو ته په خطاب کې ټینګار کړی: تاسو ایران ته په پوځي ډګر کې ماتې نه شئ ورکولی.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د ایرنا خبري اژانس څخه یې نقل کړی، «ډنیل ډیویس» د امریکا د پوځ متقاعد افسر او د امریکا د بهرني سیاست شنونکي، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه لړۍ پیغامونو کې لیکلي: ایران لسیزې د دې لپاره نه دی چمتو شوی، چې په یوه هوايي جګړه کې بریا ترلاسه کړي؛ بلکې د دفاعي سنګرونو او استحکاماتو په جوړولو بوخت و، څو له داسې جګړې سره مقابله وکړای شي.

هغه ایران له یوه داسې غره سره تشبیه کړی چې له ګرانېټ څخه جوړ وي؛ ګرانېټ د ځمکې پر مخ له تر ټولو سختو طبیعي ډبرو څخه ګڼل کېږي. نوموړي زیاته کړې: «واقعیت دا دی چې تاسو حتی د اټومي وسلې په وسیله هم یو ګرانېټي غر له منځه نه شئ وړلی؛ نو له همدې امله به ونه شئ کولای ایران ته په پوځي ډګر کې ماتې ورکړئ.»

دې متقاعد پوځي افسر وروسته د امریکا ولسمشر، چې هغه یې له واقعیت څخه په غلط تصور کې ډوب او جګړه‌پال بللی، خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ډونالډ ټرمپ باید مخکې له دې چې پر ایران د پوځي تېري بل پړاو ته داخل شي، له ایران سره د جګړې عیني او میداني واقعیتونه ومني او خپلې پرېکړې د دغو واقعیتونو پر بنسټ وکړي، نه د هغو روایتونو او سیاسي شعارونو پر بنسټ چې ښايي واقعیت پټ یا تحریف کړي.

هغه زیاته کړې: «که څوک دا تصور لري چې ایران به موږ ته اجازه راکړي هر ډول چې وغواړو برید پرې وکړو او په مقابل کې به زموږ پر وړاندې متناسب غچ اخیستونکی برید ترسره نه کړي، نو هغه په خیالي نړۍ کې ژوند کوي.»

دې امریکايي شنونکي همدارنګه ویلي چې ایران تر اوسه ښودلې ده چې هر څه موږ د هغو پر لوري وغورځوو، د ځواب ورکولو توان ورته لري.

نوموړي ټینګار کړی: «موږ هم دا ثابته کړې چې د هغوی د بشپړ درولو لپاره کافي دفاعي ظرفیت نه لرو.»

هغه په دوام کې، مخکې له دې چې په لویدیځه اسیا کې نښتې لا ډېرې پراخې شي، د امریکا اړتیا یوې صادقانه ارزونې ته وربللې او ویلي: «د امریکا تر ټولو هوښیارانه ستراتیژي دا نه ده چې د خپلو اقداماتو د پایلو له فکر کولو پرته وضعیت لا پسې ترینګلی کړي؛ بلکې باید مخکې له دې چې د دې شخړې لګښتونه د امریکا لپاره ډېر درانه شي، د دې کړۍ د پای ته رسولو لپاره یوه لاره ومومي.»

ډیویس ټینګار کړی: «په اوسني وضعیت کې له دې حالت څخه وتل، حتی که د امریکا د ګټو لپاره د یوه نامناسب تړون په ترلاسه کولو سره هم وي، د پوځي واقعیتونو له پامه غورځولو او د دې په بې‌ځایه هیله د بریدونو له دوام څخه ډېر غوره دي چې ګوندې موږ به هغه څه ترلاسه کړو چې غواړو یې.»

هغه په پای کې ویلي: «له ایران سره زموږ په جګړه کې یوه له تر ټولو لویو تېروتنو څخه دا وه چې موږ باور وکړ، د کړکېچ زیاتول به زموږ لپاره هېڅ پایله ونه لري.»