تفسیر | د ټرمپ پر مېز  د ایران د جګړې حساب
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179426-تفسیر_د_ټرمپ_پر_مېز_د_ایران_د_جګړې_حساب
پارس‌ټوډی – په امریکا کې دیموکراتانو د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر وړاندې نوی برید پیل کړی؛ دا ځل یوازې د کورني سیاست پر سر نه، بلکې د بهرني سیاست د لګښتونو او د ایران د جګړې د اقتصادي پایلو موضوع هم مطرح کوي.
(last modified 2026-10-06T05:45:19+00:00 )
Oct 06, 2026 10:14 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

پارس‌ټوډی – په امریکا کې دیموکراتانو د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر وړاندې نوی برید پیل کړی؛ دا ځل یوازې د کورني سیاست پر سر نه، بلکې د بهرني سیاست د لګښتونو او د ایران د جګړې د اقتصادي پایلو موضوع هم مطرح کوي.

د ټرمپ د مخالفانو په روایت کې، د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي تېری، نور په لوېدیځه اسیا کې یوه لرې موضوع نه ده؛ بلکې داسې جګړه ده چې کولای شي په مستقیم ډول د انرژۍ پر بیو، د ژوند پر لګښتونو او د امریکايي کورنیو پر اقتصادي وضعیت اغېز وکړي او له همدې لارې د منځمهاله ټاکنو پر یوه موضوع بدله شي.

دیموکراتان هڅه کوي دا پوښتنه د ټاکنیزو سیالیو په مرکز کې داسې راولي، چې د  ټرمپ د بهرني سیاست لګښت څوک ورکوي. سپینه ماڼۍ د ملي امنیت او د امریکا د ځواک خبره کوي، خو د حکومت مخالفان هڅه کوي د دې سیاست حساب د امریکایانو له ورځني ژوند سره وتړي؛ د  انرژۍ له بیو او انفلاسیون څخه نیولې، تر د کورنیو تر لګښتونو پورې.

دا چلند له دې پلوه اهمیت لري چې اقتصاد لا هم د امریکايي رایه‌ورکوونکو له مهمو اندېښنو څخه دی. په داسې شرایطو کې، د انرژۍ د بیو هر ډول لوړوالی یا د انفلاسیون د فشار زیاتېدل کولای شي بهرنی سیاست پر یوې کورنۍ مسئلې بدل کړي.

هغه جګړه چې په واشنګټن کې د ملي امنیت په ژبه توجیه کېږي، د امریکايي وګړو په ورځني ژوند کې کولای شي ځان د لګښتونو د زیاتوالي په بڼه څرګند کړي.

نوې نظرپوښتنې هم ښيي چې د امریکا د عامه افکارو د پام وړ برخه له ایران سره د جګړې لپاره د هېواد له پوځي ښکېلتیا سره موافقه نه لري. د کوینیپیاک پوهنتون د ۲۰۲۶ کال د جولای په نظرپوښتنه کې، ۶۰ سلنه رایه‌ورکوونکو د ایران پر وړاندې د امریکا له پوځي اقدام سره مخالفت کړی او ۳۴ سلنه یې ملاتړ کړی دی. همداراز، ۶۲ سلنه ویلي چې د ایران د وضعیت په اړه د ټرمپ له مدیریت سره موافق نه دي.

دا شمېرې په یوازې ځان د ټاکنو پایله نه ټاکي، خو ښيي چې د ایران جګړه د امریکا د ټولنې د پام وړ برخې لپاره پر یوې د سنجش وړ او سیاسي موضوع بدله شوې ده.

په حقیقت کې، د ټرمپ د حکومت لپاره اصلي مسئله یوازې له جګړې سره د مخالفت کچه نه ده؛ بلکې تر دې مهمه، له اقتصادي اندېښنو سره د جګړې تړل کېدل دي.

که امریکایان د انرژۍ د بیو لوړوالی یا د انفلاسیون فشار له جګړې سره وتړي، بهرنی سیاست کولای شي د ټاکنو د اقتصادي بحث یوه برخه شي؛ ان د هغو رایه‌ورکوونکو لپاره چې معمولاً بهرني مسایل په لومړیتوب کې نه راولي.

ټرمپ کولای شي د ایران پر وړاندې پوځي عملیات د ځواک او د امریکا د ګټو د دفاع نښه معرفي کړي، خو رایه‌ورونکی ښايي هغه په بل معیار وارزوي: دا جګړه څه لګښت لري او په پای کې به دا لګښت د چا پر اوږو وي؟

په همدې حال کې، د صهیونیستي رژیم په اړه د امریکايي ټولنې په لیدلوري کې هم مهم بدلونونه رامنځته کېږي.

په امریکا کې له اسرائیلو دودیز ملاتړ په وروستیو کلونو کې له ننګونو سره مخ شوی او د غزې جګړې دغه بهیر لا پیاوړی کړی دی. اوس د ایران جګړه هم کولای شي دا بحث له اخلاقي او بشري کچې څخه د امریکا د ګټو او لګښتونو په اړه یوې لا مستقیمې موضوع ته ولېږدوي.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د ګالوپ معلومات ښيي چې د دې موسسې د څو لسیزو په بهیر کې د لومړي ځل لپاره له فلسطینیانو سره د امریکایانو خواخوږي له اسرائیلیانو سره د خواخوږۍ څخه مخکې شوې ده. ۴۱ سلنه امریکایانو ویلي چې له فلسطینیانو سره ډېره خواخوږي لري، په داسې حال کې چې ۳۶ سلنو یې  اسرائیلیان غوره کړي دي. د خپلواکو رایه‌ورکوونکو ترمنځ هم له دواړو لورو سره خواخوږي په ۴۱ سلنه کې برابره وه.

په دې برخه کې د ګوندي واټن هم د پام وړ دی. د همدې معلوماتو له مخې، ۶۵ سلنه دیموکراتانو ویلي چې له فلسطینیانو سره ډېره خواخوږي لري، په داسې حال کې چې د جمهوري‌پالو ترمنځ ۷۰ سلنه لا هم اسرائیلیان غوره کړي دي. دا واټن ښيي چې په امریکا کې د اسرائیلو مسئله تر پخوا ډېره د ګوندونو ترمنځ پر یوې اختلافي موضوع بدله شوې ده.

په داسې شرایطو کې، د اسرائیلو د ځینو سیاستونو او تل‌ابیب ته د امریکا د پوځي ملاتړ مخالفت نور یوازې د دیموکرات ګوند له کیڼ اړخ څخه نه مطرح کېږي.

په دې توګه، د ایران جګړه کولای شي د امریکا په بهرني سیاست کې موجود اختلافونه لا ژور کړي. له یوې خوا، دیموکراتان د پوځي لګښتونو او اسرائیلو ته د ملاتړ په اړه پوښتنې مطرح کوي او له بلې خوا، د محافظه‌کارې ډلې یوه برخه د «امریکا لومړی» شعار پر بنسټ د بهرنیو مداخلو د محدودولو اړتیا مطرح کوي. په پایله کې، د بهرني سیاست د لګښتونو مخالفت نور یوازې د چپ او ښي دودیزو چوکاټونو په دننه کې نه پاتې کېږي.

د ټرمپ د حکومت لپاره حساس ټکی همدلته دی. اقتصاد او د ژوند لګښتونه لا هم د رایه‌ورکوونکو له مهمو موضوعاتو څخه دي او دیموکراتان کولای شي د ایران جګړه له دغو اندېښنو سره وتړي.

په داسې روایت کې، مسئله نور یوازې دا نه ده چې ایا امریکا باید په لوېدیځه اسیا کې پوځي مداخله وکړي که نه؛ بلکې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا امریکايي وګړی حاضر دی چې د دې مداخلې اقتصادي لګښت هم ورکړي.

د کوینیپیاک د ۲۰۲۶ کال د جولای نظرپوښتنې ښودلې چې ۴۹ سلنه رایه‌ورکوونکو خپل مالي وضعیت د تېر کال په پرتله خراب ارزولی او اکثریت هم په دې باور وو چې اقتصادي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. هممهاله، ۶۰ سلنه د ایران پر وړاندې د امریکا له پوځي اقدام سره مخالف وو.

 دا دواړه شمېرې په لازمي ډول د اقتصادي وضعیت او له جګړې سره د مخالفت ترمنځ د علت او معلول اړیکه نه ثابتوي، خو ښيي چې د امریکا د عامه افکارو لپاره دوه مهمې موضوعګانې په یوه وخت کې د یو بل ترڅنګ مطرح شوې دي.

له همدې لیدلوري، د نومبر د درېیمې نېټې منځمهاله ټاکنې کولای شي د ټرمپ د حکومت د بهرني سیاست د لګښتونو په اړه د رایه‌ورکوونکو د لیدلوري د سنجولو لپاره هم یوه صحنه وي. البته نه شو ویلی چې د ایران جګړه به په یوازې ځان د ټاکنو پایله وټاکي؛ د امریکا ټاکنې د اقتصاد او کډوالۍ څخه نیولې، تر روغتیايي خدمتونو، د حکومت د کړنو او د سیاسي ګوندونو د وضعیت پورې د ګڼو عواملو تر اغېز لاندې وي.