په نړیوالې جنايي محکمې د امریکا د نویو بندیزونو پراخ غندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د نویو مالي بندیزونو پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې ده.
د جرمونو نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتونو سرمنشي له دې محکمې سره د راکړې ورکړې بندیز د نړیوال عدالت پر وړاندې برید بللی دی.
بریتانیا، کاناډا، جاپان او څو اروپايي هېوادونو هم یو ځل بیا له جرمونو نړیوالې محکمې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دغه محکمه د هغو کسانو د محاکمه کولو هڅه کوي چې د جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد په جرمونو تورن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ډونالډ ټرمپ به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې هغه محکمه، چې ده «سرغړونکې محکمه» بللې، امریکایان تر څارنې او محاکمې لاندې ونیسي.
د واشنګټن دغه اقدام یوازې څو ساعته وروسته له هغه ترسره شو چې پخوانۍ قاضي میرمن ناوي پیلای د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
هغې د نړیوالو قوانینو پر وړاندې د سیاسي بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.