بلومبرګ: بریتانیا، اوکراین ته نور لرواټنه توغندي هم ورکوي
زمونږ خبریال راپور راکړی بلومبرګ خبري اژانس د روسیې د هغو پوځي عملیاتو د ګډوډولو لپاره د اوکراین د هڅو په اړه، چې د کي یف په بیخ بنایانو باندې بریدونه کوي ، په یوه راپور کې لیکلي چې بریتانیا د ژمي له رارسېدو مخکې اوکراین ته د «سټورم شیډو» په نوم نور لېرې واټن ویشتونکي توغندي ورکوي.
د بریتانیا د جوړو کروز توغندیو د یوه نوي پیټي د لېږلو موضوع لندن ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د وروستي سفر پر مهال، د انګلستان د لومړي وزیر «انډي برنهم» او د اوکراین د ولسمشر ترمنځ څېړل شوې ده.
بریتانیايي چارواکي د روسیې د هغو مورچو په نښه کولو لپاره د کییف له خوا د لېرې واټن ویشتونکو وسلو کارول دفاعي اقدام ګڼي چې د اوکراین پر بیخ بنایانو باندې په بریدونو کې ونډه لري.
په راپور کې زیاته شوې چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پر ضد د بریدونو د زیاتولو لپاره د جټ انجن لرونکو بېپیلوټه الوتکو او توغندیو تولید ډېر کړی دی.
د دغو اقداماتو د مخنیوي لپاره د کییف وړتیا ډېره مهمه ده.
د بلومبرګ په راپور کې راغلي چې بریتانیا باور لري، اوکراین باید په داسې حال کې پر روسیې خپل بریدونه ونه دروي چې مسکو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت په دې اړه له څرګندونو کولو ډډه کړې او تر اوسه یې نه دي ویلي چې د جنګ په ترڅ کې یې اوکراین ته څومره «سټورم شیډو» توغندي ورکړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دې مخکې د خپل هېواد پر تېلو چاڼ ځایونو باندې د کییف د پرلهپسې بریدونو په اړه ویلي وو چې مسکو به د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي.
پوتین د روسیې پر تېلو په چاڼ ځایونو باندې د اوکراین بریدونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې دغو بریدونو د پام وړ زیان نه دی اړولی.
هغه همدارنګه په دې خبرې سره چې اوکراین پر لاجیسټیکي او د انرژۍ په بیخ بنایانو باندې بریدونه پیل کړي، زیاته کړه: «هغوی لومړی ګام واخیست او موږ ځواب ورکول پیل کړل.»
د روسیې ولسمشر پوتین په دوام کې وویل چې اوکراین باید دغه بریدونه نه وای پیل کړي.
هغه ټینګار وکړ چې اوکراین باید د دغو بریدونو له ترسره کولو مخکې د هغو د پایلو په اړه په دقت فکر کړی وای.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تر دې مخکې له« فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې کییف به د امریکا د سخت دباو له امله د یوې لنډې وقفې وروسته، د روسیې د تیلو په چاڼ ځایونو او د انرژۍ پر بیخ بنایانو باندې خپل بریدونه بېرته پیل کړي.
زلنسکي د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا تر فشار لاندې د روسیې د انرژۍ په بیخ بنایانو باندې د دوو ورځو لپاره د بریدونو د ځنډولو له اعلان وروسته، دې ورځپاڼې ته وویل: «د تیلو په چاڼ ځایونو باندې پر بریدونو بندیز لرې شوی او دا محدودیتونه نور پای ته رسېدلي دي.