ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۴-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼوپه خپلونننیوګڼو کښې په ترکیې کښې د فوځی کودتا د ناکامېدوپه اړه خبرونه ورکړی دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ترکیې په ولس باندې د حکومت په تکیه سره په دغه هېواد کښې فوځی کودتا ناکامه شوه.
----------
ورځپاڼې ولیکل،د اهلبېتوعلیهم السلام د نړیوالې ټولنې مشر حجتالاسلام والمسلمین محمد حسن اختری د فرانسې ولسمشر اواروپائی چارواکو ته په یوپرانېستی لیک کښې د فرانسې وروستۍ ترهه ګرې پېښې په غندلو سره له هغوی وغوښتل چې د دوه رنګه تګلارې په پرېښودو سره دې تکفیری بې پېزوانه ترهه ګرۍسره په مقابله کښې په خپله تاریخی ذمه وارۍ عمل وکړی.
-------
د ایران د نظام د مصلحت د ټولنې غونډه د دغې ټولنې د مشر آیت ا... هاشمی په مشرۍ جوړه شوه او پکې یې په فرانسې کښې د ترهه ګرۍ د وروستۍ پېښې او ترکیې کښې د فوځی کودتا او د هغې د ناکامېدو په اړه څېړنه وشوه.
د غونډې په ابتداء کښې آیت ا... هاشمی رفسنجانی د فرانس په نېس ښار کښې د ترهه ګرۍ په وروستۍ ترهه ګره حمله کښې د بې ګناه انسانانو په مرګ ژوبله سخت خفګان په څرګندولو سره دغه جنایکارانه حمله په سختۍسره وغندله.
---------
اطلاعات ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د حج او زیاراتو د ادارې د مشرسعید اوحدی له قوله ولیکل، سږ کال د په منا کښې د ایرانی حاجیانو د شهادت د کلیزې او یاد د نمانځلو لپاره پنځوس پروګرامونه په نظر کښې نیول شوی دی چې یو پروګرام پکې د اسلامی انقلاب له مظم رهبر سره د شهیدانو حاجیانو د کورنیوکتنه او بل پروګرام پکې د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په ګډون سره د منا د شهداو د ملی غونډې جوړېدل دی.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د ارواښاد امام خمېنی(ع) د سپېڅلې روضې متولی او د ارواښاد امام نمسی حجت الاسلام والمسلمين حسن خميني د پاکستان د جیو خبری چېنل له خبریال سره په مرکه کښې وویل، د اسلامی نړۍ مسائل د ایران او سعودی له اختلاف او لانجې نه بالاتر دی. او پکار دی ټوله اسلامی نړۍ په ګډه د دغو مهمو مسائلو د هواری لپاره کوششونه وکړی.
-------
د اطلاعات ورځپاڼې له قوله د ایران د تولیدی آلاتو او وړو صنائعو وړومبنے نندارتون پرون د افغانستان په پائېتخت کابل ښار کښې شروع شو.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د یمن انصارا... غورځنګ ویاند له ترهه ګرۍ سره د مقابلې به بهانه د دغه هېواد په جنوب کښې د امریکائی ځواکونو د شمېر د زیاتولولپاره د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو په رد عمل کښې په خپل هېواد کښې د هر ډول بهرنیو ځواکونوله شتون سره په مخالفت تاکید وکړ.
-------
ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... د اجرائی شورا د مشر د مرستیال شېخ نبیل فاروق له قوله ولیکل، دسعودی لخوا د لبنان د مقاومت ترهه ګر بلل یوه سټراټیجکه غلطی ده.
------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپانې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د خپلو صوبائی سفرونو په لړ کښې نن کرامنشاه صوبې ته سفر وکړ.
---------
ورخپاڼې د امریکې د کانګرېس د اتویشت مخیز رپوټ په حوالې سره ولیکل، بالاخره د ستمبر د یولسمې په تره ګره پېښه کښې د سعودی عربستان رول په ډاګه شو.
---------
ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیا هو له قوله ولیکل، له مهمو عربو هېوادونو سره د اسرائیلو په تعلقاتو کښې بدلون وښودله چې دغه هېوادونه نور تل ابیب خپل دښمن نه ګڼی.
---------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د پاسدارانو د سپاره د سمندری ځواکونوقوماندان امیر البحر علی فدوی له قوله ولیکل، سعودی د ایران د ګواښلو لپاره هیڅ یو پارامیتر نه لری او که ضرورت پېښ شو نو سعودی ته نه تلافی کېدونکی ګوزارونه ورکولې شوو.
---------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټرعلي لاريجانی د فرانسې د پارلېمان مشر ته په یو پېغام کښې د فرانسې په نېس ښار کښې د ترهه ګرۍ د وروستۍ پېښې په غندلو سره د دغه هېواد له حکومت او ملت سره د خوا خوږۍ څرګندونه وکړه.
--------
ورځپاڼې ولیکل، داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د فرانسې په نیس ښار کښې د ترهه ګرۍ د وروستۍ حملې ذمه واری په غاړه واخېسته.
--------
ورځپاڼې د ترکیې د سرچینوو له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې فوځی کودتا ناکامه شوه او د حکومت واګی د خلقود منتخب حکومت په لاسو کښې دی.
---------
ابرار ورځپاڼې د عراق د بهرنیوچارو د وزیر ابراهیم جعفری له قوله ولیکل، د ترکیې دکودتا د هغې د ناکامۍ واقعه د دغه هېواد یوه کورنۍمسئله وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه واقعه به د وینو په بهېدو تمامه نه شی.
---------
د پاکستان دنیا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ترکیې کودتا د دغه هېواد عوامو ناکامه کړه چې په دغه پېښه کښې تقریباً دوه سوه پینځۀ شپېتۀ تنه ووژل شول،یو شمېر ژوبل، په زرګونو تنه ونیول شول،دوه زره اوۀ سوه پینځۀ څلوېښت قاضیان او پینځۀ جنرالان او نهویشت کرنېلان څنګته کړې شول.
---------
ورخپاڼې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف له قوله ولیکل، اپوزیشن ته پکار دی د خبرواترو له لارې د پاناما لیکس لانجې هوارې کړی.
--------
ورځپاڼې د دغه هېواد د پیپلز پارټۍ د مشر بلاول زرداری بوټو له قوله ولیکل، کله چې د دغه هېواد عوامو له وزیراعظم نواز شریفه حساب کتاب وغوښتۀ نو هغۀ ځان بېمار کړ، پکار دی عوامو ته حساب کتاب ورکړی.
---------
دنیا ورځپاڼې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د سرچینو له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې د کشمیری عوام او هندی ځواکونو ترمېنځ په نښتو کښې تر اوسه شپږ څلوېښت کشمیریان وژل شوی دی. د رسنیو په دفترونو هندی ځواکونو چاپې وهلې او پاکستانی چینلونه یې تړلی دی.
--------
په ترکیه کې د رجب طیب اردغان د دولت په وړاندې د کودتا ناکامه هڅه او په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې چټکول، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.
ویسا ورځپاڼې لیکلی دی، د ترکیې ناکامې کودتا او د دغې کودتا پر وړاندې د ترکیې د ولسمشر او ولس غبرګون خلکو ته یو درس و، خو ډېرې پوښتنې یې هم را ولاړې کړی دی. د ورځپاڼې په باور، د ترکیې کودتا افغان مشرانو ته دا پیغام ورکوی چې باید د ولس پیاوړی ملاتړ له ځان سره ولری.
-------
مدنیت ورځپاڼې بیا لیکلی چې د ترکیې د حکومت پر وړاندې کودتا د ترکیې د حاکم دولت د مخالفینو ځپل توجیه کوی.
ورځپاڼه لیکی، د اردغان پرضد کودتا وروسته له هغې وشوه چې نوموړی په تېرو میاشتو کې د مخالفینو یو شمېر خپرونې بندې کړې او یو شمېر سیاسی مخالفین یې بندیان کړل.ورځپاڼه زیاتوی، د هېوادونو په کچه هم د ترکیې کودتا وغندل شوه او دا په دې معنا ده چې پیاوړې ستر هېوادونه هم د ترکیې د حکومت ملاتړ کوی.
-------
انیس دولتی ورځپاڼې بیا د داعش پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې د چټکتیا په اړه لیکلی دی چې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه به د داعش ریښې وباسی.په لیکنه کې ننګرهار ته د ولسمشر محمد اشرف غنی وروستی سفر ته اشاره شوې چې هلته یې له مسئولینو غوښتی چې ډېر ژر داعش له منځه یوسی.
----------
سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله لیکنه کې پوښتنه کړې چې آیا داعش به ختم شی؟ په لیکنه کې راغلی، ستونزه د افغان حکومت په مدیریت کې ده، که نه د ملی اردو موجود یولک او پنځوس زره کسان په ډیرې آسانۍ کولای شی چې سلګونه داعشیان له پښو وغورځوی. لیکوال ویلی، د داعش پر ضد چې تراوسه کوم عملیات شوی، ډیر ګټور نه وو، ځکه چې داعش یوازې له سیمو په شاشوی، خو د ریښې ایستلو ته یې کار نه دی شوی.