د کشمیر زاړۀ زخمونه بیا تازه شول
(last modified Mon, 18 Jul 2016 09:59:37 GMT )
Jul 18, 2016 14:29 Asia/Kabul
  • د کشمیر زاړۀ زخمونه بیا تازه شول

په داسې حال کښې چې د هند حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې د فوځی ځواکونو په زیاتولو سره کوشش کوی هم هغه شان په دغه سیمه باندې خپل تسلط وساتی

خو په سیمه کښې وروستی احتجاجونه د زړو زخمونو د بیا تازه کېدو په څېر ګڼل کیږی چې د کشمیری ډلو په باور د هندی ځواکونو د وحشت سیوری پرې پرده اچولے وه وه. له دې امله د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر وزیراعلی په دغه سیمه کښې د وروستیو احتجاجونو په باره کښې د رسنیو لخوا په اطلاع رسونې بندیز ولګوۀ.

د هند په رسنیو کښې د دغه هېواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د وروستیو احتجاجونو خبری انعکاس ډېر کم شوے دے او هیڅ یوه رسنه په کشمیر کښې د شتون اجازه نه لری او د کشمیر په زیاترو سیمو کښې انټرنېټ، موبائلونه او ټیلفونونه پرې کړې شوی دی.

په همدې حال کښې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په مختلفو سیمو کښې د احتجاجونو په دوام سره امنیتی تدابیر هم هغه شان دوام لری.

له دې سره سره چې د هند حکومت د سید علی شاه ګېلانی او میر واعظ عمر فاروق په شمول د کشمیری ډلو مشران په کورونو کښې نظر بند کړی دی په دغه سیمه کښې د نوی ډیلی په خلاف ولسی احتجاجونه هم هغه شان روان دی. په پاکستان کښې د مختلفو ټولنو له نظره تر هغه وخته چې د هند حکومت د کشمیر د بحران د هواری لپاره په بنیادی توګه اقدام ونکړی د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې به په مختلفو بهانو احتجاجونه دوام ولری.

په همدې وجه د پاکستان حکومت وویل چې ملګرو ملتو او د اسلامی تعاون تنظیم ته د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له خلقو سره د هند د حکومت د چلندپه اړه د شکایت ترڅنګه یې د ملګرو ملتو له مشره غوښتی دی چې د کشمیر د برخلیک د ټاکلو لپاره دې د دغې نړیوالې ادارې د پرېکړلیک د اجرا لپاره اقدام وکړی.

د کشمیر د برخلیک د ټاکلو لپاره د ملګرو ملتو د پرېکړ لیک په بنیاد پکار دی رېفرېنډم وشی او د سیمې خلق په ازادانه توګه له هند یا پاکستان سره د یوځاے کېدو لپاره خپل نظر اعلان کړی. په نولس سوه اوۀ څلوېښتم کال کښې د برصغیر د تقسیم د طرحې له مخې جمو او کشمیر د مسلمانانو د سیمې په توګه له پاکستان سره تعلق پېدا کړ خو برطانوی اوهندی ځواکونه دغې سیمې ته په ننوتلو سره د برصغیر د تقسیم د طرحې د اجرا خنډ شول او هندی او پاکستانی ځواکونو د کشمیر د مالکیت په سر دوه ځل جنګونه کړی دی. په دوه زره وړومبی کال کښې په افغانستان باندې د امریکې له حملې وروسته په کشمیر کښې د امریکې له مداخلته د اندېښنې په وجه د هند د هغه وخت وزیراعظم اټل بېهاری واجپائی او د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پروېز مشرف د سیمې د خطرناکو حالاتو په درک کولو سره د کشمیر د بحران د هواری په اړه خبرې اترې شروع کړې او د سولې د مذاکراتو ترعنوان لاندې د دغو خبرو اترو څو پړاوونه وشول. خو له دې امله چې هند د کشمیر د حالت په اړه خبرې اترې قبولې نکړې او په عراق باندې د امریکې په حملې سره د کشمیر په چارو کښې د امریکې د مداخلت احتمال هم کم شو د نوی ډیلی او اسلام آباد خبرې اترې پیکه او په عملی توګه ختمې شوې. خو د حریت کانفرنس په شان کشمیری ډلې د کشمیر د بحران د بنیادی هواری لپاره د هند او پاکستان د خبرو اترو په دوام تاکید کوی او دا باور لری چې دغه هدف ته له رسېدو سره مرسته کولې شی. خو هند تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې د فوځی ځواکونو په زیاتولو، د هنګامی حالت په جاری ساتلو او د وحشت له سیوری سره مل د خاصو فوځی اختیاراتو په نه ختمولو باندې په تاکید سره کوشش کوی چې دغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې وساتی. په همدې وجه د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر خلق د خپل احتجاج د اعلانولو لپاره له هر یوې موقعې څخه استفاده کوی.

په هرحال د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې احتجاجونه په داسې حال کښې دوام لری چې د هندی ځواکونو په وروستیو تشددونو کښې له څلوېښتو نه زیات کسان وژل شوی او تقریباً درې زره نور ژوبل شوی دی. د پاکستانی چارواکو له نظره دا په دې معنا دی چې د هندی ځواکونو تشددونه او تاوتریخوالی نه شی کولې په کشمیر کښې د هندی ځواکونو د شتون د دوام په اړه د نوی ډیلی په سیاستونو باندې د کشمیری خلقو د احتجاجونو د دوام خنډ شی. په همدې دلیل د پاکستان حکومت د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هېواد د ځواکونو په وروستیو تشددونو باندې په اعتراض کښې توره ورځ اعلان کړه.

--------------