ایران د جرمنی په میونخ کښې د ترهه ګرۍ حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i18997-ایران_د_جرمنی_په_میونخ_کښې_د_ترهه_ګرۍ_حمله_وغندله
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په میونخ کښې د ترهه ګرۍ د حملې په غندلو سره د جرمنی له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2016 09:21 Asia/Kabul
  • ایران د جرمنی په میونخ کښې د ترهه ګرۍ حمله وغندله

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په میونخ کښې د ترهه ګرۍ د حملې په غندلو سره د جرمنی له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د رسانه ای ډېپلومېستۍ د عمومی ادارې د رپوټ له مخې د دغه وزارت ویاند بهرام قاسمی نن وویل، له هر ډول او هر شکل او په هر ځاے کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه  د نړیوالې ټولنې یوه جدی او فوری غوښتنې په توګه پکار دی د هېوادونو سرلوحه او په نړیواله اجماع کښې د پام وړ وګرځی.

هغۀ تاکید وکړه چې نن د بېګناه او بې دفاع خلقو وژله د بشریت په تاریخ کښې د شرم په یو بل داغ بدله شوې ده چې دختمولو لپاره یې له بې امانه، پراخې او له دوه رنګه معیارونو نه له پاکې مبارزې نه بغېر بله لاره نشته.

---------