دملګروملتو په پناه کې دایران په ضد دعربستان د تورونولړۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i20200-دملګروملتو_په_پناه_کې_دایران_په_ضد_دعربستان_د_تورونولړۍ
ملګری ملتونه چې باید دمظلومو ملتونو دحقوقو دفاع وکړی ، خو هماغه شان دهغو عناصرو دناوړ ه استفادو ډ ګر دی چې غواړی په پیسو اوسیاسی لابیو سره پرخپلو جنایتونو برغولی کیږدی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 03, 2016 10:57 Asia/Kabul
  • دملګروملتو په پناه کې دایران په ضد دعربستان د  تورونولړۍ

ملګری ملتونه چې باید دمظلومو ملتونو دحقوقو دفاع وکړی ، خو هماغه شان دهغو عناصرو دناوړ ه استفادو ډ ګر دی چې غواړی په پیسو اوسیاسی لابیو سره پرخپلو جنایتونو برغولی کیږدی .

 په ملګرو ملتو کې دسعودی عربستان دماشوم وژونکی رژیم استاذی  عبدا.. المعلمی  ایران  او  حزب ا...غورځنګ  په سورئې کې  دماشومانو د  حقوقو په خلاف و رزیو تورن کړل . 

 دعربستان دغه تورونه دهغې تراخې ملنډې ښودنه  کوی  چې دیوه ماشوم وژونکی رژیم  له خوا دعمومی افکارو دغولولو لپاره یوه پلمه جوړیږی . ملګر وملتو  کابو یوه میاشت مخکې وه چې په یوه راپورکې  دعربستان  رژیم  دیمن دماشومانو وژونکی معرفی کړ.  خو دسعودی عربستان دچارواکو له دباؤنو  وروسته مجبوره شو څو دعربستان نه د ماشومانو دقاتلانو له تورلیسټه وباسی .

 دملګروملتو دسرمنشی دغه اقدام دسعودیانو سپین سترګیتوب تردې حده ورساوه  چې په ملګروملتو کې دسعودی عربستان استاذی په هغه دریځ کې چې لاسیاسی ملنډې سره شباهت لری ، ځان  د  الشباب ،بوکو حرام   او داعش ترهه ګرو ډلو داقداماتو  دمخالف په توګه  بریښوی  او دهغوی جنایتونه  محکوم کوی .  په داسې حال کې چې  دغه افراطی ډلې دوهابی او تکفیری  تفکر اتو روزل شوی  او دعربستان  په ملاتړونو پالل کیږی .

په حقیقت کې  عربستان په یمن ،سورئې او عراق کی دبی گناه  انسانانو دبې رحمه وژلو اوکډوالیدو  مسئول  دی چې  ښکاره تیری کوی  او په دغه بهیر کې  ماشومان  هماغه راز  دوسله والو نښتو دقربانیانو په سر کې دی ، خو ماشوم وژونکی رژیمونه په آسانۍ سره خپل جنایتونه توجیه کوی . 

 داعش ، عربستان  او صهونیسټ رژیم یوه بل سره داسې ډیر شباهت لری چې دهغوی خورا  څرګندافراط پالنه او ترهه ګر او تیریګر اقداماتو ترسره کول دی . 

 اسرائیل  کابو لس کاله کیږی چې   دغزې تړانګه ئې کلابند کړې ده  ا، فلسطینی ماشومان وژنی . عربستان هم  دیمن په کلابندولو ،دبندونو په کنډوالو بدلولو او د دغه هیواد په نیواک سره  هڅه کوی ، دیمن ولس   تسلیمیدو ته اړباسی . داعش  هم له همدې رودې  دسورئې اوعراق  په ځینو سیمو کې  استفاده کوی .

اسرائیل   پرله پسې دفلسطنیو  ماشومانو په ضد له تاؤتریخوالی استفاده کوی  او فلسطینی ماشومان په چوکونو کې پانسی کوی . اسرائیلو په سلګونوفلسطینی ماشومان نیولی  او هغوی  څخه ناوړه استفاده کوی اوپه ډیر بوږنونکی ډول ئې شکنجه کوی . عربستان هم  همدغه  جنایتونه  په یمن  او حتی په بحرین کې  په ډیر سپین سترګیتوب سره کوی . 

په همدغه شان کارنامې سره سره ، عربستان  له ملګروملتو غواړی  چې له ماشومانو د ناوړې استفادې ، برمتګرۍ ،بې احترامیو او د وژلو  عملیاتو  د دوام  خنډ شی . خو  دملګرو ملتو سرمنشی  پخپلو وروستیو څرګندونو کې هماغه راز  هڅه کوی ،  دعربستان  په ښکاره جنایتونو سترګې پټې  کړی او  په یمن کې د ماشومانو په وضعیَت  یوازې په اندیښنې څرګندولو بسنه وکړی .

بان کی مون پرون   دملګروملتو په امنیت شورا کې  په  یوه راپور کې ، په یمن کې دبشری حقوقودجنایتونو  او دماشومانو د حقوقو دچخڼی کونکو له تورلیسټه  دسعودی ائیتلاف  دموقتی حذفولو په باب دخپل بحث رپارونکی فیصلې په باب  وویل ، هماغه شان  دیمن له ماشومانو دملاتړ په باب  جدی اند یښنې لری . 

 بان کی مون البته  له عربستانه غوښتی دی  دیمن دماشومانو  د وژلو په باب دجدی اندیښنو دختمولو لپاره  لازیات اقدامات وکړی  او ژمنه ئې ورکړې چې د سعودی عربستان  تر مشرۍ  لاندې ایئتلاف سره  ددغې موضوع ارزونې ته دوام ورکوی . 

 دا دریځونه ښئ   ترڅو  پرملګروملتو او امنیت شورا سیاسی ملاحظانو سیوری غوړولی  وی ، تمه نشی درلودلی  چې  ملګری ملتونه  دمظلومو ملتونو  د  حقوقو  ملاتړ وکړی .