ورځپاڼو ته کتنه ۱-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i35845-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2016 09:14 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، دایران، ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ د یوې بیانیې په جاری کولو سره په سوریه کښې د په بشپړه ډزبندۍ له دغه هېواد څخه په کامله توګه د ترهه ګرو په وتلو تاکید وکړ.

د دغه خبر له مخې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په ترکیې کښې د روسیې د سفیر له وژلې وروسته په خپلو کښې سره راغونډ شوی وو او په یوې ګډې بیانیه کښې یې په سوریې کښې او په ټولو سیمو کښې له ترهه ګرو سره د مبارزې په دوام تاکید وکړ.

------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر  علی لاریجانی د روسیې د حکومتی دوما مشر او د روسیې د فیډرېشن د شورا مشر ته په بیله بیلو پېغامونو کښې په ترکیې کښې د روسیې د سفیر  د قتل په غندلو سره د ایران حکومت او ملت ته تسلیت وړاندې کړ.

------

د جمهوری اسلامی ورځپاڼې د لیکنې له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزیر جنرل حسېن دهقان چې پرون روسیې ته په سفر لاړ په ماسکو کښې د دغه هېواد د دفاع له وزیر سرګئ شویګو سره کتنه وکړه په دغه کتنه کښې د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له ترهه ګرۍ سره په ګډه مبارزه تاکید وکړ.

--------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې اسلامی ایران په سیمه کښې د فضاء په تسخیرولو کښې وړومبۍ رتبه ترلاسه کړه. د دغه خبر له مخې د ایران د ملی فضائی مرکز مشر د دغه خبر په اعلانولو سره وویل، د ظفر نومې سېټیلائیټ د طراحۍ او جوړېدو کار به په راتلونکی کال کښې ترسره شی.

------

ورځپاڼې د فرانس پرېس له قوله ولیکل، د سعودی په مشرۍ د عربو هېوادونو ائتلاف اعتراف وکړ چې د یمن په جنګ کښې یې د برطانیې له غونچه ایز بمونو څخه چې ممنوعه وسله ګڼل کیږی په استفادې اعتراف کړے دے.

---------

 

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل، په ملګرو ملتو کښې د سوریې نمائنده بشار جعفری وویل، د سعودی، ترکیې، صهیونېسټ رژیم، قطر، اردن او مراکش استخباراتی افسران چې د حلب ښار په ختیځ کښې په لومه کښې ګېر شوی دی له دغه ځایه د تښتېدو په پلاننګ بوخت دی.

----------

ورځپاڼې ولیکل په ترکیې کښې د روسیې د سفیر له قتله یوه موده مخکې د امریکې د استخباراتی ادارې سی آئی اے د مشر پخوانی مرستیال «مائېکل مورل» په ډاګه ویلی وو چې روسیان او ایرانیا چې هر چرته وی پکار دی ووژل شی. چې کارپېژاندو د روسیې د سفیر قتل د سیی ائی اے د دغه پخوانی مرستیال د څرګندونو نتیجه بللې ده.

------

ورځپاڼې ولیکل،د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف تاکید وکړ چې ترهه ګرو ته به هیڅکله باج ورنکړو.

----------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د ایران د نظام د مصلحت د تشخیص د  ټولنې د سټراټیجکو تحقیقاتو د مرکز مشر وویل، د کامیابیو او بریالیتونو د دوام لپاره د ایران، روسیې او سوریې ملګرتیا ضروری ده.

--------

ورځپاڼې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د مشر حجت‌الاسلام‌ والمسلمین محمد محمدی‌گلپایگانی له قوله ولیکل، له ترهه ګرو څخه د حلب ازادی یو ستر خداوندی اختر ؤ چې مونږ ته راعطا کړې شو.

------

ورځپاڼې د وسله والو ځواکونو د لوے درستیزوالۍ د مرستیال جنرل سید مسعود جزائری له قوله ولیکل، د ترهه ګرو له پنجود حلب په ازادېدو سره د امریکې لخوا د سوریې د تقسیمولو سپېره دسیسه ناکامه شوه.

-------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د جرمنی په برلن کښې د ټرېلر په ترهه ګره حمله کښې مشکوک نیول شوے پاکستانی ښاریز د بې ګناه په ثابتېدو ازاد کړے شو او د جرمنی پولیسو وویل چې د اصل عامل د نیولو لپاره عملیات جاری دی. د ویلو ده چې په برلن کښې د کرېسمېس په مراسمو باندې په دهشتګردانه حمله کښې دولس تنه مړۀ اواته څلوېښت نور ژوبل شوی وو او داعش ترهه ګرې ډلې یې ذمه واری په غاړه اخېستې ده.

------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل، د روسیې په ترکیې کښې د خپل سفیر قتل ترهه ګری وبلله.

ورځپاڼې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف له قوله ولیکل، د ترهه ګرۍ په خلاف به ټول په ګډه سره مبارزه کوو.

--------

 ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر چودری نثار علی خان له قوله ولیکل، د مالی فساد په اړه د پیپلز پارټۍ خبره کول یوه عجیه خبره ده.

--------

پاکستانی نیوز ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمی نمایندګۍ د سرپرست وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې ویلی یې دی، هېواد یې د تروریستانو ځپلو ته ژمن دی او د افغانستان هغه ادعا چې وایی، افغان طالبان بیا په پاکستان کې منسجم کېږی ردوی.

دغه پاکستانۍ ورځپاڼه د نبیل مونیرله قوله لیکی چې ویلی دی، په افغانستان کې د وروستیو شخړو عوامله باید په خپله د دې هېواد په داخل کې ولټول شی.

د هغه په وینا د افغان امنیتی ځواکونو د پراخو هڅو سره-سره د دې هېواد امنیتی وضعیت نهدی ښه شوی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازی په وینا په هغو سیمو کې چې د افغانستان حکومت پرې کنټرول نهلری، د تروریستی او افراطی ډلو حضور، د دې هېواد داخل او بهر سیمه له بې ثباتی او نا ارامی سره مخامخ کړې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکی:

د پاکستان استازی په افغانستان کې د حزباسلامی او حکومت ترمنځ د سولې د موافقې په ګډون د سولې پروګرامونه ستایلی او ویلی یې دی، دا چې افغانستان خپلې ستونزې او د دولت په مشرتابه کې اختلافات د روغې جوړې او خبرو له لارې هواروی، دا یو مثبت ټکی دی.

--------

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او تبصرو کې تر ډېره له افغانستانه د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو په هڅونې تمرکز کړی.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو کې لیکلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې سولې ته مخه کړی او له دې پرته بله لار نه لری.

په مطلب کې ویل شوی چې هند، ایران، جرمنی، ایټالیا، سویډن، اسټرالیا او کاناډا په افغانستان کې د دایمی سولې څخه ملاتړ کړی.

په مطلب کې همدا راز راغلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیا له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړی او ویلی یې دی چې له دې هېواد سره به د نړیوالو مرستې دوام وکړی.

------

سرخط ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلی چې د افغانستان روان بحران سیاسی حل ته اړتیا لری او ښه ده چې وسلهوال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شی.

په مطلب کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړی استازی تادامیچی یوماماتو په حواله ویل شوی چې د دې هېواد امنیت او ثبات د نورو هېوادونو په ګټه هم دی.

په مطلب کې د ښاغلی یوماماتو له قوله ویل شوی چې د افغانستان امنیت په سیمه کې ثبات رامنځ ته کوی او سیمه ییز اقتصاد به هم ورسره پیاوړی شی.

----------

انیس دولتی ورځپاڼې هم ویلی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستانه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

په لیکنه کې راغلی چې د امنیت شورا غړیو هېوادنو ویلی چی د طالبانو لپاره ښه لاره دا ده چې خبرو اترو ته مخه کړی او له جنګه لاس واخلی.

--------

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په یوه مطلب کې لیکلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې له افغانستانه په ملاتړ ټینګار وشو.

په مطلب کې راغلی چې د امنیت شورا ۱۵ واړو غړېو هېوادونو په یوه خوله له طالبانو وغوښتل چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدی او د سولې له پروسې سره یوځای شی.

په مطلب کې ویل شوی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلی چې هېڅڅوک نهشی کولای چی د جنګ له لارې څه ترلاسه کړی او باید د جګړې پرځای سولې ته مخه شی.

-------