ورځپاڼو ته کتنه ۴-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i36124-ورځپاڼو_ته_کتنه_۴_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2016 09:31 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۴-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای وفرمایل: حضرت بی بی خدیجې خپله ټوله سرمایه د اسلام د ترویج په لاره کښې خرچ کړه.

معظم رهبر دغه وېنا دحضرت بی بی خدیجې(ص) د یاد نمانځنې په لړ کښې په ((صدف کوثر)) نومې ملی سیمینار کښې په یوه خصوصی پېغام کښې وکړ.

--------

ورځپاڼې ولیکل: د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... وویل: د سوریې د حکومت د راپرزولولپاره د دښمنان پلان دحلب په ازادېدو سره ماتې وخوړه.

--------

ورځپاڼې د روسیې د ولسمر ولادیمیر پوټین له قوله ولیکل: د حلب ښار ازادی د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستې بغېر امکان نه لرۀ.

-------

ورځپاڼې د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی له قوله ولیکل، د هېواد حالات د پانګونې له نظره مخ په ترقۍ روان دی.

------

اطلاعات ورځپاڼې د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر  د قوماندان د جانشین جنرل حسېن سلامی وویل:

د حلب آزادی او دا چېد د دغه شار خلق نن یوځل بیا خپلو کورونوته ستنېدې شی د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا...العظمی خامنه ای د پوې، هوښیارۍ، رهبرۍ او له برکته د ډک وجود په وجه دی.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د نظام د مصلحت د تشخیص د ټولنې مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی د بوشهر صوبې د سنی علماؤ، روحانیانواو پوهتنونوالوپه غونډه کښې مسلمانی د ایران د شیعه او سنی خلقو مشترک باب وبلۀ او وې ویل: شیعه او سنی دواړه مذهبونه د اسلام تر عنوان لاندې چې د ورورولۍاو برابرۍ دین دے د یو کل اجزا دی.

--------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د سوریې ولسمشر بشار اسد په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د عربی او افریقائی سیمو د مرستیال حسېن جابری انصاری په کتنه کښې له سوریې څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه.

--------

ورځپاڼې د افغانستان د سرچینوله قوله ولیکل، د دغه هېواد په ولسی جرګه کښې د هلمند د خلقو د نمائنده «معلم میر ولی» په کور باندې د دریو طالب ځان وژونکو په حمله کښې اته تنه ووژل شول او د میرولی په شمول نور څو تنه ژوبل شول.

--------

اطلاعات ورځپاڼې د بحرېنی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد خلقو د آیت ا.... شېخ عیسی قاسم په ملاتړ او د آل خلیفه رژیم په خلاف احتجاجی مظاهرې وکړې.

-------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد خلقو د حلب ښار په شمول په مختلفو ښارونو کښې د حلب ښار د ازادېدو او د ترهه ګرو او د هغوی د ملاتړو په ماتې باندې د خوشحالۍ جشنونه جوړ کړل.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د امریکې نوی منتخب شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ د روسی ولسمشر ولادیمیر پوټین له څرګندونو څو ګېنټې وروسته چې ویلی یې وو روسیه پکار دی خپل اېټمی توان مضبوط کړی په خپله ټوئیټر پاڼه کښې ولیکل، امریکه پکار دی خپله اېتمی توانائی لا زیاته مضبوطه  او پراخه کړی.

--------

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل، د یهودیانو یو خاخام العاد دوکوف د وهابی مفتیانو په شان د فتوې په ورکولو سره ولیکل، د کرسمس ونه حرامه او شرک دے.

------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د ګارډین ورځپاڼې له قوله ولیکل ، د برطانیې حکومت د یمن د خلقو په قتل عام کښې له سعودی عربستان سره یولاس او ملګرے دے.

--------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، په کراچۍ کښې د پیپلز ګوند د مشر او د دغه هېواد د پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری یوه موده پس له بهر نه پاکستان ته یې د راتګ اعلان کړے دے په کراچۍ کښې د هغه د پلویانو په کورونوباندې د امنیتی ځواکونو په چاپو کښې له هغوی څخه اته کسان ونیول.

-----

ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل د امریکې په یو داخلی الوتکه  کښې چې د دغه هېواد د نوی منتخب شوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ لور ایوانکا ټرامپ هو سپره وه په الوتکه کښې سپور یو بل مسافر په هغې باندې په ټکونو کولو سره وویل، پلار دے لګیا دے د هېواد په بربادولواو ورانولو پسې راخېستې ده چې د شور او غوبل په جوړېدو سره د الوتکې کارکوونکو هغه مسافر له الوتکې کوز کړو.

-------

ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف محکمې د اېم کیو ایم د پخوانی مشر الطاف حسېن د نیولواو محکمې ته د حاضرولوحکم جاری کړ.

-------

ورځپاڼې د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداری له قوله ولیکل، د نواز شریف او د هغه د ملګرو د حکومت د اپوټه شمېرنه شروع شوې ده.

-------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د ملګرو ملتود امنیت شورا یو قرارداد په منظورولو سره صهیونېسټ رژیم د صهیونېسټ مېشته ښارګیو له جوړولومنعې کړ.

ــــ------

ورځپاڼې د امریکې د مشهور دانشور نوم چومسکی له قوله ولیکل، د دغه هېواد ری پبلېکن ګوند  د انسانی تاریخ ترټولو خطرناک ګوند وبلۀ.

------

د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د انتخاباتو د اصلاحاتو کمېټۍ وړاندیز کړے دے چې په ترهه ګرۍ کښې لاس لرونکو او بهرنۍ مرستې حاصلوونکو ګوندونو او تنظیمونو باندې دې بندیز ولګولے شی.

------------

ورځپاڼې ولیکل ملګرو ملتو د پاکستان او هندوستان ترمېنځ د اختلافاتو د ختمولو لپاره د مېنځګړتیا وړاندیز کړےدے.

---------

مشرق ورځپاڼې ولیکل، د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د خبرو اترو لپاره پاکستان خپلې هلې ځلې زیاتې کړی دی، پاکستان افغان حکومت سره د خبرو اترو په خاطر د طالب ډلې د اماده کولو لپاره د هېواد د مشهورو علماو او شخصیتونو د مېنځګړتیا لپاره کوششونه تیز کړی دی.

-------

ورځپاڼې د سعودی سرچینو له قوله ولیکل د سعودی حکومت د دوه پنځوس اربو او اتیا کروړ ډالرو تاوانی بودجه وړاندې کړه.

-------

مشرق ورځپاڼې د آسټرېلیا د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد امنیتی ادارو  د کرسمېس په موقع د ترهه ګرۍ د عملیاتو په ناکامولو سره اوه داعشیان ونیول.

----------

ورځپاڼې ولیکل د خېبر پختونخوا په سوات کښې له یو موټر څخه په ګڼ مقدار کښې چاودېدوکی مواد او وسله چې د ترهه ګرۍ د عملیاتو  لپاره استعمالېدونکې وه کشفه کړه او دوه کسان یې ونیول.

--------

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د واک پر سر په جمعیت اسلامی ګوند کې د ننه د یو شمېر ستونزو او دغه شان د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټی حملو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې ګڼه کې لیکلی، جمعیت اسلامی ته نږدې سرچینې وایی چې د بلخ ولایت د سرپرست عطا محمد نور او ولسمشر غنی تر منځ د واک پر سر جوړجاړی د جمعبت اسلامی په مشرتابه کې اندېښنې پیدا کړې دی.

په مطلب کې راغلی سرچینه وایی چې د جمعیت په مشرتابه کې بې باورۍ هغه مهال ډېرې برالا شوې چې مشر یې صلاح الدین ربانی د ولسی جرګې له لوری په لوی اکثریت سلب صلاحیت شو او د جمعیت مشرانو له هغه څخه دفاع ونه کړه.

سرچینېو ویسا ته په دې اړه بله خبره دا کړې چې کله د واک پر سر د عطا او غنی تر منځ خبرې افشا شوې نو د جمعیت ګوند د پنجشیر ګروپ اندېښنه دا ده چې د دوی ونډه به په دې کې څه وی.

په مطلب کې دغه شان راغلی چې د جمعیت ګوند یو بل غړی واقف حکیمی په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلی چې باید جمعیت لویه ګنګره راغوښتل شی څو دغه ستونزې هوارې کړی.

-------

اصلاح دولتی ورځپاڼې بیا د افغانستان په خاوره د پاکستان د راکټی حملې په اړه لیکلی دی.

 

په  لیکنه کې راغلی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که چېرې پاکستان د افغانستان په سرحدی ولایتونو خپلې راکټی حملې ونه دروی دا به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکی نور هم ترینګلی کړی.

یه  لیکنه کې راغلی چې پاکستان د کونړ په سرکاڼو او د کندهار په معروف ولسوالۍ توعندی توغولی دی.

د لیکونکی په باور پاکستان په داشان حملو سره غواړی له نړیوالو تورونو ځان پاک کړی او دا وښیی چې ترهګر په افغانستان کې دی او دوی یې په وړاندې عملیات کوی.

----------