د روسيې ولسمشر له ټرمپ سره د کتنې خواهش څرګند کړ
Jan 22, 2017 04:21 Asia/Kabul
پوټين وويل له ډونالډ ټرمپ سره کتنې او خبرو اترو ته اماده دے
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د روسيې حکومت وويل د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين وويل چې هغه د امريکې له نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره کتنې او خبرو اترو ته اماده دے.
د ماسکو د حکومت وياند ديميتري پېسکوف وويل چې دغه کتنه دومره زر امکان نه لري بلکه د دغې کتنې لپاره ورځې يا اونۍ نه بلکه مياشتې پکار دي.
هغۀ وويل چې پوټين به په راتلونکو څو ورځو کښې ټرمپ ته د مبارکۍ پېغام وليږي.
ټیګونه