د هالیوډ د ایکس مین اپوکالیپس فیلم لنډه کره کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i39359-د_هالیوډ_د_ایکس_مین_اپوکالیپس_فیلم_لنډه_کره_کتنه
د هالیوډ د اخر الزمان پروژه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2017 13:40 Asia/Kabul
  • د هالیوډ د ایکس مین اپوکالیپس فیلم لنډه کره کتنه

د هالیوډ د اخر الزمان پروژه

 

د هالیوډ د اخر الزمان پروژه

 

ګرانو میناوالو لکه څرنګه چی پوهیږئ په وروستیو کلونو کې لویدیځوالو او صیهونیسټانو په خپلو فیلمونو کې د مجازی ژوند د تفکر دودولو ، له شیطانانو او جنیانو سره ارتباط  او خیال ته مخه کړی ده  او دا موضوع چی له جنیانو سره ارتباط ممکن دې خلکو لپاره دا خبره عادی کول غواړی .

د هالیوډ ایکس مین په وروستی فیلم کې یو شر غواړی کس ښودل کیږی او  ځینې کسان  چی  د جن په سمبول سره په عادی خلکو کې ژوند کوی چی له هغو سره بد دی او کله هم ورسره اختلاف پیدا کوی خو د فیلم په پاې کې انسانان او دغه کسان له یوه بل یو ځای کیږی د یوه بل په مرسته له دغه شر غواړی کس سره جنګیږی .

په دغه فیلم کې داسې سمبولونه ښودل شوی دی چی د حضرت امام زمان (ع) او اخرالزمان له موضوع سره ورته تړااو ورکړل شوی دی .د فیلم په سر کې  په یوه ځای کې په مصر کې ۵۰۰۰ کاله مخکې خلک ښودل کیږی چی په ښکاره په عربی ژبه  د شر غواړی کس په وړاندې  تعظیم کوی او دا په داسې حال کې دی چی ۵۰۰۰ کاله مخکې  عربی ژبه نه وه خو په فیلم کې زیاتره ټکی او یا دعاګانې په عربی ژبه بیانیږی .

په نوموړی فیلم کې په ځینو برخو کې په ښکاره دحضرت امام زمان علیه سلام  موضوع ته اشاره شوی ده . د فیلم په یوه برخه کې  د دغه شر غواړی د ظهور وخت ګورو چی له یوه سرداب راووځی او په داسې حال کې نړۍ ته ورداخلیږی چی په بدن عبا او په غاړه شین شال لری همداراز ګورو چی په یوې اشارې سره د کسانو سرونه وړی یا یو ډول خاصو کسانو ته ځانګړې قدرت وربخښی او خلکو ته د  ازادۍ وعده ورکوی او دا په داسې حال کې ده چی زمونږ د روایتونو پر اساس حضرت امام مهدی علیه سلام  به  د ظهور په وخت کې خارق العاده کارونه ترسره کوی  ځکه چی د خداوند متعال د اسم اعظم ۷۲ ټکی او له هغو د استفادې اجازه لری .

په دغه فیلم کې ځینې نور سمبولونه چی له اخر الزمان سره ورته تړاو ورکول کیږی ، دا  دی چی د ظهور په وخت درستې وسلې له کار غورځیګی  . همداراز زمونږ د روایتونو پر اساس د ظهور په وخت  به یو اسمانی غږ چی ورته صیحه اسمانی هم ویل کیږی ، اوریدل کیږی چی درست خلک به یې اوری چی په دغه فیلم کې په ښکاره دغه موضوع هم ښودل کیږی او دغه  شر غواړی کس خپل پیغام درستو ګمراه  سړیو او میرمنو ته رسوی اوخپل شتون اعلانوی  او په پاې کې دنیا له مینځه ځی او هغه خپله ځانګړی ودانۍ جوړوی .

ګرانو اوس لویدیځ په ښکاره د هالیوډ له لارې هم له مسلمانانو او د اسلام له سپیڅلتیاو سره مبارزه پیل کړی ده  او دا یوازنۍ پروژه نه وه چی په لنډه توګه  او ساده ژبه درته وړاندی شوه بلکې د ماشومانو د لوبو  ( ویډیو ګیمونو )له لارې هم زمونږ د ماشومانو ذهنونه خرابوی .

نن سبا د نرم جنګ قدرت په یوه عظیم قدرت بدل شوی دی او پکار ده چی مسلمانان هم په دې برخه جدی او دقیق کار وکړی .ایا د اسلامی نړۍ پوهان ، متفکران ، واکوالان او زړه سواندی به په دې برخه کې جدی فعالیت وکړی؟

 

جمیل حسین بنګش