روسیې د فلسطین له ملت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i41414-روسیې_د_فلسطین_له_ملت_څخه_خپل_ملاتړ_اعلان_کړ
د روسیې د ډوما نائب مشر په تهران کښې د فلسطین د انتفاضې په نړیوال کانفرنس کښې د صهیونېسټ رژیم د نیواکګرۍ په مقابل کښې له فلسطینی ملت څخه ملاتړ اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2017 04:37 Asia/Kabul
  • روسیې د فلسطین له ملت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

د روسیې د ډوما نائب مشر په تهران کښې د فلسطین د انتفاضې په نړیوال کانفرنس کښې د صهیونېسټ رژیم د نیواکګرۍ په مقابل کښې له فلسطینی ملت څخه ملاتړ اعلان کړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې سرګئ بابورین پرون په تهران کښې د انتفاضې په دغه نړیوال کانفرنس کښې وویل: روسیه تل د صهیونېسټ رژیم په مقابل کښې د فلسطینی ملت د مبارزې له حق څخه ملاتړکوی او په قطعی توګه پکار دی قدس د فلسطین هېواد پائېتخت وی.

بابورین په قدس کښې د صهیونېسټ رژیم اقداماتو ته په اشارې سره وویل: هېوادونه پکار دی دغه رژیم ته اجازه  ورنکړی چې د قدس سپېڅلے ځاے ړنګ کړی او په سیمه کښې د سولې او ثبات ټینګېدنه د فلسطین د موجودیت په منلو  سره عملی کېږی.

هغه په دغه کانفرنس کښې د فلسطین د ملت په باره کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له بیاناتو څخه په مننې سره زیاته کړه، په قطعی تګه د فلسطین مسئله پکار دی د ټولو مسلمانانو او ازادی او سوله غوښتونکو ملتونو د وحدت محور وی.

سرګئ بابورین همدارنګ د اسلامی انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ملت څخه په قدرونې سره وویل، ایرانیان د سوریې د زمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت لپاره د روسیې ترڅنګه له ترهه ګرو سره مبارزه کوی.