د سپينې ماڼۍ ایټمي سیاستونه دنړۍ لپاره ستر ګواښ حسابیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i41702-د_سپينې_ماڼۍ_ایټمي_سیاستونه_دنړۍ_لپاره_ستر_ګواښ_حسابیږي
یوه ا مریکائي مفسر او کارپوه او په نیویارک کې د نړیوال اقدام مرکز یوه مدیر سارا فلانډرز له پریس ټي وي سره په خبرو کې وویل و دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ټيم نیّت لري ، دامریکا ایټمي قدرت زیات کړي څو په دې وسیلې سره دنیا وګواښي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2017 02:23 Asia/Kabul
  • د سپينې ماڼۍ ایټمي سیاستونه  دنړۍ لپاره  ستر ګواښ حسابیږي

یوه ا مریکائي مفسر او کارپوه او په نیویارک کې د نړیوال اقدام مرکز یوه مدیر سارا فلانډرز له پریس ټي وي سره په خبرو کې وویل و دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ټيم نیّت لري ، دامریکا ایټمي قدرت زیات کړي څو په دې وسیلې سره دنیا وګواښي .

 دامریکا  دغه  کارپوه   زیاته کړې ، امریکا تل   له ایټمي وسلو څخه استفادې سره  نور ګواښلي او  په ځلونو ئې د دغو وسلو  له بشپړ ختمولو  ډډه کړې ده .

 ډونالډ ټرمپ  تیره اونۍ  ویلی وو چې   له  روسیې سره    له هغې  ایټمي موافقې سره   چې  دهغه  په وینا،  یو اړخیزه ده ،  او د ایټمي خولیو  ځاي پرځاي کول  محدودي مخالف دی  .

 دامریکا کانګرس  تیر کال  د   ۲۰۱۷ نوي مالی کال  لپاره  څه دپاسه شپږ سوه اتلس میلیارډ ډالري بودجه  تصویب کړې ده . داپه داسې حال کې دي چې  دامریکا نوي جنجالی ولسمشر   هم ژمنه کړې چې  دامریکا پوځي بودجه  به څو چنده زیاته کړي .